د مړو د شمېر زیاتېدل؛ امریکايي پوځیانو د وېنزوېلا زلزله ځپلو ته بشري مرستې رسولې

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ جنوبي قوماندانۍ (سوتکام) د وېنزوېلايي چارواکو سره د هوایي ډګرونو د سروې، ارزونو او مدیریت په برخه کې د مرستې لپاره د بیړني غبرګون یوه قطعه ځاي پرځاي کړې ده.

سوتکام چې په لاتینې امریکا او کارابین کې د دې هېواد د پوځي فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت په غاړه لري، په خپلې اېکس پاڼۍ کې د مرستو د رسولو بهیر توضیح کړی او لیکلي چې امریکايي پوځیانو د شنبې په ورځ [جون ۲۷مه] له فلوریډا څخه د ژغورنې یوه ډله په سي-۱۷ ډوله الوتکو کې وېنزوېلا ته استولې ده.

د امریکايي پوځیانو د معلوماتو له مخې، کاري ډلې د مرستو د تنظیم کوونکو لپاره د سپوږمکۍ په واسطه اخېستل شوي انځورونه ورکوي څو اړمنو ته د مرستو رسول مدیریت کړي.

د فلوریډا د میامي-ډېډ ولسوالۍ د اوروژنې او ژغورنې ادارې ویلي چې د سوتکام په همکارۍ يي وېنزوېلا ته خپل مامورین استولي. دغې ادارې په خپلې اېکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي کله چې ناورین راځي نو ژغورنکي يي نه پوښتي چې ځپل شوي خلک "کومو مرستو ته اړتیا لري او یا له کومه ځایه دي بلکې دوي ځواب ویلو او خدمت کولو ته چمتو" دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپلې اېکس پاڼۍ کې لیکلي چې "په وېنزوېلا کې د زلزلې په وړاندې د متحده ایالتونو غبرګون پراخ، چټک، اغېزناک روان دی."

د شنبې ورځې شمېرې ښيي چې په وېنزوېلا کې د تېرې اونۍ په زلزلو کې څه باندې ۱۴۰۰ تنه مړه شوي دي په داسې حال کې چې بهرنۍ ژغورونکې ډلې رسېدلې او په ساحلي سیمو کې د ژوندي پاتې شویو خلکو د لټون کار دوام لري.

د وېنزوېلا چارواکو ویلي چې د زلزلې په پایله کې سلګونه کسان ورک دي یا تر کنډوالو لاندې راګیر دي خو د سیاسي اپوزیسیون له خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، تر ۵۵۰۰۰ زیات کسان لادرکه دي.

د متحده ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې خبرداری ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ [د جون ۲۴مه] د وېنزوېلا په پلازمېنه کاراکاس او د هېواد په لا ګوایرا سیمه کې په دوو پرله پسې زلزلو کې ښايي شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان مړه شوي وي.