سپینه ماڼۍ وایي چې متحده ایالتونه په پام کې لري چې په هغې تیل وړونکې کښتۍ کې بار تیل مصادره کړي چې امریکایي ځواکونو روانه اونۍ وینزویلا ته نږدې ونیوله.
د سپینې ماڼۍ په وینا، ولسمشر ټرمپ د دې کښتۍ نیول د جګړې په لور ګام نه ګڼي، خو ورته نیونې به ادامه ولري.
امریکایي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي ښودل شوي، خبر ورکړی چې د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو له واک څخه د لرې کولو لپاره به د نورو کښتیو نیونې هم ترسره شي.
په وروستیو اونیو کې، متحدو ایالتونو په کارابین سمندر کې د پام وړ پوځي ځواک ځای پر ځای کړی او پر هغو کښتیو یې بریدونه کړي چې ویل کیږي نشه یي مواد یې انتقالول.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نیول شوې کښتۍ تر بندیزونو لاندې وه او د ایران د سپاه پاسداران سره یې تړاو درلود. متحده ایالتونه، سپاه پاسداران یوه بهرنۍ ترهګره ډله پيژني.
لیویټ وویل چې دا کښتۍ اوس تر فدرالي طی مراحل لاندې ده چې په کې د کښتۍ د سپرلۍ سره مرکې او د اړوندو شواهدو ضبطول شامل دي.
هغې وویل: "دا کښتۍ به د متحدو ایالتونو یو بندر ته انتقال شي، او متحده ایالتونه اراده لري چې تېل ضبط کړي. خو د دې تیلو د ضبطولو لپاره یوه قانوني پروسه شتون لري، او دا قانوني پروسه به ترسره شي."
لیویټ زیاته کړه چې حکومت "د ولسمشر د بندیزونو پالیسیو او د متحدو ایالتونو د بندیزونو پالیسۍ پلي کوي. موږ نشو کولای چې ارامه کېنو او د هغو کښتیو ننداره وکړو چې د تور بازار تېل انتقالوي، او د دوی له فعالیت څخه ترلاسه شوې پیسې په ټوله نړۍ کې د سرکښه او د نامشروع رژیمونو د نشه يي توکو ترهګري تمویلوي."
نیول شوې کښتۍ "سکیپر" نومیږي او لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت ناقانونه اومه تېل لېږدول او هڅه یې کوله چې د خپلې مخابرې د سیستم له لارې خپل موقعیت پټ کړي چې داسې ښکاره شي چې د ګویانا له ساحل څخه لرې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې له وینزویلا سره د اوږدې شخړې د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې هېواد سره د "اوږدې جګړې" لېوالتیا نلري.
لیویت وویل: "هغه سوله غواړي. هغه دا هم غواړي چې په متحدو ایالتونو کې د غیرقانوني نشه يي توکو قاچاق پای وویني چې په ټول هیواد کې د سلګونو زرو امریکایانو ژوند اخلي."