امریکا د حافظ سعید په خوشې کولو پاکستان ته خبرداری ورکړ

امریکا له پاکستان غوښتي چې حافظ سعید بیرته ونیسي او محاکمه کړي

سپینه ماڼۍ وایي که اسلام آباد د هغه تازه ازاد شوي اسلامپاله د بیرته نیولو او محاکمه کولو اقدام ونه کړي چې د ممبای د ٢٠٠٨ کال په بمي برید کې په لاس لرلو تورن دی، د امریکا او پاکستان په اړیکو به ناوړه اثر وکړي.

یوې پاکستانۍ محکمې د چهارشنبې په ورځ د حافظ سعید د خوشې کیدو امر وکړ. هغه د جنورۍ په میاشت کې په پاکستان کې د کلونو ازاد گرځیدو وروسته په کور کې تر څارنې لاندې نیول شوی ؤ. دا موضوع د امریکا او پاکستان د نازکو اړیکو یو حساس ټکی دی چې د هغه خوشې کیدل د پاکستان سیال هند هم په غوسه کړی دی.

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له پاکستان نه وغوښتل چې حافظ سعید ونیسي او د بمبای د پیښې په اړوند یې محاکمه کړي.

اعلامیه وایي که پاکستان د سعید د نیولو لپاره قانوني عمل ونکړي او هغه د خپلو جرمونو په خاطر محاکمه نه کړي دا به د دواړو هیوادونو اړیکې او د پاکستان نړیوال اعتبار ته زیان ورسوي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتو تائید کړې چې د پاکستان دغه وروستی اقدام به د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې چې متحدین دي خو یو بل ته په شک گوري، سیوری واچوي.

سعید په وار وار ویلي دي چې د ممبای په پیښه کې لاس نه لري. په ٢٠٠٨ کې لسو تنو وسله والو د دوو عصري هوټلونو په گډون د یهودانو په یو مرکز او د اورگاډي په یو ستیشن باندې بریدونه وکړل، په پیښه کې د امریکایانو په گډون ١٦٦ تنه ووژل شول.

دغې مرگونې پیښې د دوو سیالو گاونډيو اټومي تاقت لرونکو هیوداونو پاکستان او هند ترمنځ د جگړې فضا رامنځ ته کړه.

امریکا د حافظ سعید په هکله د معلوماتو ورکو لپاره د لسو میلیونو ډالرو انعام ایښې دی. امریکا غواړي چې هغه د نړیوالو قوانینو سره سم محاکمه شي. متحده ایالاتو د جماعت الدعوه ډله د ترهگرو ډلو په لست کې شامله کړیده.