د هیګسیت او الزیدې ملاقات: امریکا د ملیشو بې وسلې کولو هڅې وستایلې

د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هیګسټ چارشنبه جولای ۱۵ په پنټاګان کې د عراق د صدراعظم علي الزیدي سره په ملاقات کې په عراق کې د وسله والو ډلې بې وسلې کولو هڅې وستایلې.

ښاغلي الزیدي په رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی او په پنټاګان کې تر ملاقات وړاندې یې په سپینې ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره هم وکتل.

د جګړې وزارت د ښاغلي هیګسیت او ښاغلي الزیدي د ملاقات په اړه ویلي چې دواړو مشرانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې ماتې ورکولو لپاره د نړیوال ائتلاف، د "بنسټیز عظم" ماموریت پای ته رسیدو او د امریکا-عراق د اړیکو راتلونکې په هکله خبرې وکړلې.

پدې ملاقات کې د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ په عراق کې د داعش ماتې ورکولو لپاره د نړیوال ائتلاف د نظامي ماموریت (بنسټیز عظم) د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو په ژمنې ټینګار وکړ او وې ویل چې متحده ایالات د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې د ګډې اعلامیې په بشپړه تطبیق کیدو ته متعهد دي چې په عراق کې د داعش ماتې ورکولو لپاره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ماموریت پای ته رسیدل پکې غوښتل شوي او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې به دا ماموریت پای ته ورسیږي.

د جګړې وزارت په اعلامیې کې راغلي چې متحده ایالاتو، عراق او نورو متحدینو یې د داعش په ماتې ورکولو کې "فوق العاده" بری تر لاسه کړی او اوس د عراق د امنیتي ځواکونو، پیشمرګه کردي ځواکونو او د کردستان سیمې امنیتي ځواکونو نوبت دی چې په عراق کې د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.

د جګړې وزیر پدې ملاقات کې په ډاګه کړه چې د متحده ایالاتو او عراق تر منځ د عادي دفاعي اړیکو جوړولو لپاره د ترهګرو زورواکۍ څخه پاک او خوندي چاپیریال اړین دی.

د جګړې وزیر همدارنګه د عراق د حکومت لخوا د شعیه ملیشو بې وسلې کولو هڅې وستایلې. دې ترهګرو ملیشو چې د ایران سره نږدې اړیکې لري، د روان میلادي کال د فبروري څخه د اپریل تر میاشتې پورې یې په عراق کې په امریکایي اتباعو او تاسیساتو څه د پاسه ۶۰۰ بریدونه کړي.

ښاغلي هیګسیټ وویل چې ددې ملیشو بې وسلې کولو سره به ټول وسله وال عناصر د عراق د دیموکراتیک مشرتابه تر واک لاندې وي او عراق به خپله خودمختاري حفظ کړي.

دواړو مشران همدارنګه پدې وغږیدل چې څنګه یو خپلواک، با ثباته او غښتلی عراق داسې دفاعي او تجارتي همکارۍ ته شرایط برابر کړي چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي.

د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ او د عراق صدراعظم الزیدي د ګډ کار لپاره ژمنتیا وښوده او پدې سلا شول چې د دواړو هیوادونو جګپوړي دفاعي مشران به د تفصیلي خبرو اترو لپاره نور ملاقاتونه هم تر سره کوي.