د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، د سه شنبې په ورځ اذربایجان ته سفر وکړ. ونس تر دې مخکې ارمنستان ته تللی و.
ونس په داسې حال کې ارمنستان او اذربایجان ته سفر کوي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت هغه تړون پرمخ وړي چې تېر کال یې منځګړیتوب کړی و او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ یې لسیزې جګړې ودروولې.
د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر، الهام علیوف، سره ولیدل او د هغه ترانزیټي دهلیز کار ته یې اشاره وکړه چې اذربایجان د د ارمنستان له لارې د هغه هېواد له نخجوان سیمې سره نښلوي.
ونس وویل چې دا پروژه کولی شي د سولې تړون د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي.
ونس له علیوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "موږ پوهیږو چې یو له سترو شیانو څخه چې کولی شي د جګړو او نښتو مخه ونیسي، دا دي چې دوه کسان له یو بل سره کلتوري تبادله کوي، له یو بل سره په کار کولو وخت تیروي، او البته د یو بل سره د جګړې په ځای، په ګډ کار کولو سره لویه سوکالي رامنځته کوي."
د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر دا هم وویل چې متحده ایالتونه او اذربایجان دې هېواد ته د امریکایي کښتیو د خرڅلاو یوه موافقه هم لري. اذربایجان به له دې کښتیو څخه د خپلو اوبو د ساتنې لپاره ګټه پورته کړي.
علیوف وویل چې اذربایجان او متحده ایالتونه به د امنیتي مسایلو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو، د انرژۍ امنیت، دفاعي پلور او د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو په برخې کې به ګډکار وکړي.
ونس او د هغه مېرمن اوشا ونس، د ارمنستان څخه له وتلو مخکې، په یریوان کې د هغو شاوخوا ۱.۵ میلیون ارامنیانو په یادګاري څلې کې د ګلانو ګډۍ کېښودې چې د شلمې پېړۍ په پیل کې د عثماني ترکانو لخوا وژل شوي وو.
ونس د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه او د ارمنستان لومړي وزیر، نیکول پاشیانیان، د غیرپوځي اټومي انرژۍ د یوې هوکړې په اړه خپلې خبرې اترې بشپړې کړې دي او په دې اړه یې هم بحث وکړ چې څنګه د ارمنستان له خاورې څخه د اذربایجان او د هغه هېواد له نخجوان سیمې سره د نښلونکي ترانزیټي دهلیز کار، چې د سولې د موافقې یوه برخه ده، پرمختګ ګړندی کړي.
جې ډي ونس د سه شنبې په ورځ د ارمنستان څخه له حرکت کولو مخکې، خبریالانو ته وویل: "د یوې پام وړ سولې رامنځته کول په حقیقت کې لومړی ګام دی، خو د سولې ساتل هغه څه دي چې موږ یې نن کوو، او د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ هغه اقتصادي خپلواکي ولرو چې د سولې تړون د پايښت لپاره اړینه ده."
د ارمنستان لومړي وزیر، پاشینیان، او د اذربایجان ولسمشر، الهام علیوف، د تېر کال په اګست میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ په کوربه توب په یوې غونډې کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
دواړو خواوو د ناګورنو کاراباغ پر سیمې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې وروسته له هغې چې ارمني ځواکونو د دې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، جګړه کوله.
اذربایجان د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې د دې سیمې د یوې برخې کنټرول ترلاسه کړ، او د ۲۰۲۳ کال له یرغل وروسته یې پر ټولې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.