ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د یکشنبې په ورځ په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو د نوي پاپ د کار د افتتاح مراسمو کې ګډون وکړي.
دی لومړی امریکایی پاپ دی.
جي ډي وینس په ۲۰۱۹ کال کې کاتولیک مسیحی شو. د هغه میرمن اوشا وینس به هم په دغو مراسمو کې وي.
نوی پاپ رابرټ پریوست ۶۹ کلن دی او د متحدو ایالتونو د شیکاګو په ښار کې زېږېدلی دی. دی د مۍ په اتمه په نړۍ کې د ۱.۴ میلیارد کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر وټاکل شو.
تر دې مخکې چې پاپ وټاکل شي، هغه د ولسمشر ټرمپ په حکومت باندې له کډوالو سره د چال چلند په اړه انتقاد کړی و.
جي ډي وینس د اپریل په ۲۰مه له مخکني پاپ فرانسیس سره ولیدل، فرانسیس له دغه ملاقات څخه یوه ورځ وروسته په ۸۸کلنۍ کې مړ شو. هغه سینه او بغل شوی و او په روغتون کې بستر و.