ونس: امریکا په پاکستان کې له ایراني رژیم سره د "مثبتو" خبرو هیله لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس وایي امریکا په پاکستان کې له ایراني رژیم سره د "مثبتو" خبرو هیله لري.

ښاغلی ونس دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او اسراییلو په ګډو عملیاتو کې دوه اوونیز اوربند لا هم دوام لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس وایي د دې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې له ایران سره مثبتو خبرو اترو ته سترګې په لار دی، ځکه امریکا هڅه کوي د تهران د ناوړه فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه ترلاسه کړي.

ونس د جمعې په ورځ اپریل لسمه، له واشنګټن څخه د تګ نه مخکې خبریالانو ته په لنډو خبرو کې وویل چې تمه لري له ایراني لوري سره خبرې مثبتې وي.

هغه وویل:"که ایرانیان په ریښتیني توګه خبرو ته چمتو وي، نو موږ هم چمتو یو چې د همکارۍ لاس وغځوو. خو که هغوی وغواړي موږ وغولوي، نو بیا به وویني چې زموږ د خبرو ټیم نشي تیر ایستلای."

ونس زیاته کړه:"ولسمشر موږ ته ډېرې واضح لارښوونې راکړي دي، او موږ به وګورو چې څه کېږي."
سپینې ماڼۍ تر اوسه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د خبرو لپاره کوم مهالوېش نه دی اعلان کړی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، چې د رژیم یو لوړپوړی شخصیت دی، د جمعې په ورځ په ایکس کې لیکلي چې تهران باور لري مخکې له دې چې خبرې پیل شي، باید دوه شرطونه پوره شي.

هغه وویل، په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ جګړه کې باید اوربند وشي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ باید خوشې شي.

سپینې ماڼۍ سمدستي د دې په اړه چې د ایران له لوري به څوک په خبرو کې برخه واخلي او د قالیباف د شرطونو په اړه څه نظر لري، د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی خو د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د ویاندې مرستیالې، انا کیلې په پاکستان کې د خبرو په تړاو د امریکا غږ پوښتنو ته په ځواب کې داسې ویلي دي.

"ولسمشر ټرمپ، مرستیال ولسمشر ونس، ځانګړی استازی وټکاف، او ښاغلی کوشنر دې ته ګمارلي چې اسلام‌اباد ته سفر وکړي څو له ایران سره خبرې اترې وکړي. د ملي امنیت شورا، د بهرنیو چارو وزارت، او د جګړې وزارت چارواکي به هم په مرستندویه رول کې برخه ولري. لکه څنګه چې ولسمشر له پیله ویلي، مرستیال ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، ځانګړی استازی، او ښاغلی کوشنر تل په دې خبرو کې یو له بله سره همغږي لرلې ده، او ولسمشر هیله‌مند دی چې داسې یوه هوکړه ترلاسه شي چې په منځني ختیځ کې د دوامداره سولې لامل شي. ولسمشر ټرمپ د متحده ایالتونو او د امریکا د خلکو په استازیتوب د غوره تړونونو د ترلاسه کولو یوه ثابته سابقه لري، او هغه به یوازې هغه تړون ومني چې د امریکا لومړی ځای او لومړیتوب پکې وساتل شي .”

پاکستان هم د خبرو د مهالوېش یا د ایراني پلاوي په اړه کوم جزئیات نه دي خپاره کړي. اسلام‌اباد پدې تیرو څو اوونیو کې په زیاتېدونکي ډول د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه ناوختي په خپلې ټولنیزې رسنۍ (ټروت سوشل) کې په دوو پوسټونو کې د ایران پر رژیم نیوکه وکړه.

ټرمپ وویل، د هرمز له تنګي څخه د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو د ازادولو لپاره د ایران دنده ناوړه ده. هغه وویل ایران "ډېر خراب کار کوي، تر دې حده چې ځینې یې بې‌عزتي هم بولي او هغه دا چې لکه څنګه چې یې د سې‌شنبې په ورځ د پیل شوي اوربند له مخې منلې وه ، د تیلو صادارت ازاد کړي."

هغه دا هم وویل چې راپورونه ښیي چې ایرانیان له هغو ټانکرونو څخه فیس اخلي چې له دې تنګي تېرېږي، او زیاته یې کړه:

"هغوی باید دا کار ونه کړي، او که یې کوي، نو باید همدا اوس یې بند کړي".

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو غصه هغه وخت راوپاروله، کله چې هغه په ایکس ټولنیزې شبکې کې یو پیغام خپور خو وروسته یې بیا پاک کړ. هغه پدې پیغام کې لیکلي وو:"اسراییل بد دی او د انسانیت لپاره لعنت دی... زه هیله او دعا کوم چې هغه خلک چې دا سرطاني دولت یې جوړ کړی ... په دوزخ کې وسوځي."

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعار په ایکس کې ځواب ورکړ او ویې ویل چې اسراییل په " ښکاره دا د یهودانو ضد دروغجن تورونه، له داسې حکومت څخه چې ځان د سولې منځګړی بولي، ډېر جدي ګڼي. د یهودي دولت ‘سرطاني’ بلل په اصل کې د هغه د له منځه وړلو غوښتنه ده. "

امریکا غږ د سپینې ماڼۍ څخه د خواجه محمد آصف د پاک شوي پوسټ په اړه د غبرګون پوښتنه وکړه، خو سمدستي ځواب یې ندی ترلاسه کړی.