ونس:ایران سره خبرو کې پرمختګ شویدی

France AI Summit

د امریکا د ولسمشر مرستیال ښاغلي ډي جې ونس ویلي دي چې د ایران سره په خبرو کې پرمختګ شویدی . نوموړي دا خبره په داسې وخت کې کړیده چې یوه ورځ وړاندي قطري مرکچیانو په قطر کې د ایراني هېت سره د هرمز د تنګي د بیا خلاصولو او د ایران د اتومي پروګرام په اړه وړندایزونو باندې خبرې کړیدي ،قطري منځګړو د دوشنبې په ورځ ایران ته د تګ وخت خبرو کې د یو برمختګ احتمال ښودلی و.


د امریکا د ولسمشر مرستیال دلته واشنګتن ډي سي په انډریو په هوايي ډګر د خبریالانو سره خبرو کې وویل چې واشنګټن د ایران نه یوه داسې ژمنه غواړي چې دوي به اینده کې اتومي پروګرام نه لري . د ایران د اتومي پروګرام موضوع تیر کال جون کې په ایران د امریکا او اسرایلي د بریدونو او فبروري کې د اپریشن ایپک فیوري له کبله شاته پاتې شوې وه.

ښاغلي ونس ویلي چې موږ د ایرانیانو سره ښې مکالمې شویدي او په دې اړه د امریکا ولسمشر سره هم لږ شیبه مخکې غږیدلی یم . هغه زیاته کړې چې زه او ولسمشر دواړه په دې اړه خوشبینه یو چې شرایط د ممکنه مذاکراتی حل په لور روان دي او موږ به په دې لړ کې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوو.

بلخوا ایران ویلي چې دوي د امریکا متحده ایالاتو ته خپلې غوښتنې څرګنده کړیدي او دا وړاندیز ورته کړی چې ایران د هرموز د تنګي پرانستلو او د اتومي پروګرام به سر خبرو ته هله تیاریږي چې کله د ایران د بندرونو محاصره ختمه شي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي او روانه شخړه پای ته ورسیږي.

بلخوا په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو له اندېښنو سره، د متحده عربي اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل المزروعي ویلي چې د راتلونکو پېښو اټکل نه شي کېدای، خو هېواد به یې د فبرورۍ له ۲۸مې مخکې وخت په پرتله ډېر چمتو وي.

په یمن کې حوثي یاغیانو ویلي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر څو ولایتونو ۷۵ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي. ائتلاف بیا د سعودي د جنوبي سیمو پر لور د حوثیانو د یوه بالستیک توغندي او یوې بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو خبر ورکړی دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي خبرداری ورکړی چې د جګړې دویم پړاو به «لا خطرناک او ویجاړوونکی» وي.