جګړې، د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول او اغیزې یې

په جګړو کې ډیرو خلګو ته تاوانونه ورسیدل. د کندز ولایت دوه اوسیدونکي، چې په جګړو کې یې د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي، خپلې قصې کوي.
د کندز د ولایت د خان آباد ولسوالۍ یوه اوسیدونکې، چې په جګړو کې یې میړه او دوه زامن وژل شوي، وايي چې د جګړو یادونه یې اوس هم ډیره سخته کړوي.

دغه کونډه دا هم وایي چې یو زوی یې چې په ډیرو زحمتونوغټ کړی، اوس د خپل سر د ویرې د کابل نه کندز ته نه شي تلی او دا یواځې پاتې ده. د خان آباد دغه اوسیدونکې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د خپل سرګذشت قصه کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د یوې کونډی سره مرکه


همدا شان، د کندز د ولایت د زرکمر د کلي اوسیدونکی رحمت الله وایي هغه شپه به یې تر مرگه هیره نه شي چې پلار یې د کندز په ښار کې په جنگ کې ووژل شو، او کور ته چې ولاړو هلته یې مور، خویندې، وړوڼه ټول وژل شوی وو، او چې د تره کور ته ولاړو، هلته یو کس هم ژوندی نه ؤ پاتې.

Your browser doesn’t support HTML5

د رحمت الله سره د زیبا خادم مرکه