د امریکا د جګړې وزیر اسرائیل ته سفر کړی

د درېیو اسرائیلي چارواکو په وینا د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر کړی او له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې د ایران په ګډون پر ګڼ شمیر موضوعګانو باندې خبرې وکړې.

اسرائیلي چارواکو د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم د هیګسیټ سفر په اړه له مخکې معلومات ورکړل شوي.

هېګسېت د ټولنیزې رسنۍ په یو پیغام کې تایید کړه چې په سیمه کې یې د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې له امریکايي سرتېرو سره لیدلي دي. دغه قومانداني په منځني ختیځ، شمال ختیځه افریقا او د اسیا په ځینو برخو کې پوځي عملیات څاري.

هغه د امریکايي سرتېرو ستاینه کړې او هغوی یې امریکایي اتلان او غوره کسان بللي دي. نوموړي ویلي چې دغه سرتېري یو تاریخي ماموریت ترسره کوي.

د رپوټونو له مخې، له نتنیاهو سره د هېګسېت لیدنه د اسرائیلو د هوايي ځواک په یوه اډه کې ترسره شوې ده.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې راتلونکې اوونۍ به په اسرائیلو کې پارلماني ټاکنې وشي.

دا به په اسرائیلو کې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې نه را وروسته چې د حماس په مشرۍ وسله‌والو پر اسرائیلو برید وکړ، په هغه هیواد کې لومړنۍ ملي ټاکنې وي.