د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا وسلهوالو ځواکونو د کارابین په سمندرګي کې د ونزویلا د نشهیي توکو یوه اکمالاتي کښتۍ له منځه وړې ده.
ښاغلي ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل:
«فقط څو شېبې مخکې مو یوه کښتۍ، د نشه یي توکو وړونکې بیړۍ، له منځه یووړه.»
هغه زیاته کړه،
"دا برید دې د هر هغه چا لپاره یو خبرداری وي چې حتی امریکا ته د نشهیي توکو د قاچاق فکر کوي. پام وکړئ! په دې اړه مو له پاملرنې مننه!»
هغه زیاته کړه چې په دې بیړۍ کې زیاته اندازه نشهیي توکي موجود وو او ویې ویل چې دا خبر به وروسته په رسنیو کې خپور شي.
په همدې وخت کې د امریکا د دفاع وزارت د سهشنبې په ورځ د امریکا د پوځ لخوا د «ترن دی آراگوا» کارټل پر کښتۍ د دقیق برید یوه ویډیو خپره کړه.
دا برید د ونزویلا سره نږدې اوبو کې شوی دی. ترن دی آراگوا د نشهیي توکو د قاچاق یوه شبکه ده چې د ټرمپ حکومت په «نړیوالو ترهګریزو سازمانونو» کې شامله کړې ده.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه کارټل یو پېژندل شوی بهرنی ترهګریز سازمان دی چې "د نیکولاس مادورو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي او د وژنو، نشهیي توکو قاچاقو، د انسانانو د قاچاقو، او تاوتریخوالي او ترهګرۍ مسؤول دی، نه یوازې په امریکا، بلکې د لویدیځې نیمهکُرې په ټولو برخو کې."
هغه زیاته کړه:
"دا برید هغه وشو چې ترهګرو په نړیوالو اوبو کې امریکا ته د ناقانونه نشهیي توکو د لېږد هڅه کوله. په دغه برید کې ۱۱ ترهګر ووژل شول."
د امریکا ولسمشر وویل چې په دې عملیاتو کې هېڅ یو امریکایي سرتېری ژوبل شوی نه دی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هم د سهشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکي کې ولیکل څنګه چې ولسمشر څو شېبې مخکې اعلان وکړ، نن د امریکا پوځ د کارابین سمندرګي په جنوب کې د نشهیي توکو پر یوې لېږدونکې بیړۍ وژونکی برید کړی دی.
هغه وویل دا بیړۍ چې له ونېزویلا څخه یې حرکت کړی و، د نشهیي توکو یوه «ترهګریز» سازمان چلوله چې په دې فهرست کې شامل شوی دی.
د ټرمپ حکومت د نشه یې توکو څو ترهګریز سازمانونه پدې لست کې شامل کړي دي.
امریکا د ونېزویلا ولسمشر او د ایران متحد، نیکولاس مادورو، د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالر انعام اعلان کړی دی. امریکا وایي مادورو د نشهیي توکو په قاچاقو کې لاس لري.
د نړیوالو بهرنيو ترهګریزو سازمانونو (FTO) په لېست کې شامل سازمانونه له بندیزونو سره مخ کېږي، شتمنۍ یې کنګل کېږي، پر غړو او همکارانو یې د سفر بندیزونه او نور مالي محدودیتونه هم پرې لګول کېږي.