د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د تړون د ترلاسه کولو هڅې په «ډېرحساس وخت» کې دي، او خپله غوسه یې هم هغه مهال څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه ته د اوکراین لهخوا د یوې ادعا شوې حملې په اړه خبر ورکړ، چې ګواکې د پوتین له استوګنځایونو څخه یو یې په نښه شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې خبریالانو ته وویل چې هغه کله چې پوتین د هماغې ورځې په یوه ټیلیفوني تماس کې د یادې ادعا شوې حملې په اړه معلومات ورکړل ډېر په غوسه شو.
اوکراین په کلکه دا ادعا رد کړې چې ګواکې دا برید یې ترسره کړی وي.
د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل: «تاسو وایاست کېدای شي دا برید نه وي شوی. دا هم امکان لري، زما په اند. خو ولسمشر پوتین نن سهار راته وویل چې دا برید شوی دی.»
روسیې ادعا کړې چې اوکراین د بېپیلوټه الوتکو برید ترسره کړی و چې د پوتین له کورونو څخه یو یې په نښه کړی، خو د روسیې هوايي دفاعي پوځ دا ټول بریدونه خنثی کړی دي.
د دوشنبې په ورځ د ټیلیګرام له لارې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې روسیه به دا برید بېځوابه پرېنږدي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې وویل: «د ‘استوګنځي د برید’ دا ادعا او شوې کیسه یو بشپړ دروغ دی، چې موخه یې پر اوکراین، په ځانګړي ډول پر کییف، د نورو بریدونو توجیه کول او همدارنګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اړینو ګامونو له اخیستو څخه د روسیې انکار او سترګې پټول دي.»
زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ سره د خبرو لپاره مارالاګو ته تللی و، څو په اوکراین کې د روسیې د نږدې څلور کلن یرغل د پای ته رسولو هڅې وشي.
ټرمپ، چې تر دغو خبرو مخکې یې له پوتین سره هم ټیلیفوني تماس نیولی و، د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوکراین او روسیه د سولې له یوې هوکړې سره «تر بل هر وخت ډېر نږدې» شوي دي.
خو هغه زیاته کړه چې لا هم یو شمېر ستونزمنې مسلې پر ځای پاتې دي چې باید حل شي.