د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکې کې وویل چې د وینزویلا د ولسمشرنیکولاس مادورو رژیم «قانوني بنسټ نلري» او هغه یې په لویدیځه نیمهکره کې د نشهيي موادو په قاچاق کې د اوږدې سابقې په لرلو، په ځانګړي توګه په هغو عملیاتو کې چې په متحده ایالتونو یې منفي اغېز کړی، تورن کړ.
هغه خبرداری ورکړ چې وینزویلا د ایران د اسلامي جمهوریت د رژیم د نفوذ لپاره د لویدیځې نیمهکرې په یوه مرکز بدل شوی دی.
روبیو وینزویلا د نشهيي موادو د قاچاق مرکز او د ایران د سپاه پاسداران او د هغې د لبناني متحد، حزبالله، لپاره یوه ستراتیژیکه اډه وبلله.
هغه وویل: "د ایران سپاه پاسداران او حتی حزبالله د امریکا د لویي وچي په جنوب کې شتون لري او په ځانګړي ډول د ایران دپاره د هغوی د حضور یو اصلي مرکز په ونېزویلا کې دننه دی. هغه ځای چې دوی خپل بیرغ په دې نیمهکره کې پورته کړی، د وینزویلا خاوره ده، او دا د هغه رژیم په بشپړې او ښکاره همکارۍ ترسره کېږي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې ایران او افراطي اسلامپاله خوځښتونه د منځني ختیځ، لویدیځ او په ځانګړې توګه د متحده ایالتونو پر وړاندې یو پراخ او ایدیولوژیک ګواښ ګڼل کیږي.
روبیو وویل: "په پای کې، ټول اسلامي افراطي خوځښتونه په نړۍ کې لویدیځ او په پراخه کچه او ځانګړې توګه متحده ایالاتو ته د ځمکې په سر د لوی شر په سترګه ګوري. دا تصور چې ښايي تندلاری اسلام د عراق یا سوریې د یوې ولسوالۍ په کنټرول قناعت وکړي، د تاریخ سره اړخ نه لګوي. افراطي اسلام ښودلې چې هدف یې یوازې د نړۍ د یوې برخې نیول او په یوه کوچني خلافت قناعت کول نه دي. هغوی غواړي پراختیا ومومي. دا یوه انقلابي ایدیولوژي ده. دا ایدیولوژي د پراخېدو او د نورو سیمو او خلکو د تسلط هڅه کوي. او رادیکال اسلام په ښکاره ډول د لویدیځ، متحده ایالتونو او د اروپا لپاره پلان لري او طرحه یې جوړه کړې ده. موږ د دې بهیر پرمختګ لیدلی، او هغوی چمتو دي چې ترهګریزې حملې وکړي."
روبیو زیاته کړه: "د ایران په اړه، دا یو حکومت دی چې د نفوذ د ترلاسه کولو او په پای کې د بېلابېلو کلتورونو او ټولنو د تسلط لپاره د ترور، وژنې او هر هغه څه څخه کار اخلي چې اړین وي. دا د نړۍ او په ټوله کې د لویدیځ لپاره یو څرګند او نژدې کیدونکی ګواښ دی، خو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو لپاره، چې هغوی یې د ځمکې د اصلي شر سرچینه ګڼي."
هغه وویل: "هغه دلیل چې ایران د سعودي عربستان له پاچاهۍ، د متحده عربي اماراتو له مشرتابه او بحرین څخه کرکه لري دا دی چې دغو هېوادونو متحده ایالاتو ته اجازه ورکړې چې شریک یې شي. همدا وجه ده چې هغوی له دغو هېوادونو څخه نفرت لري. هغوی دا هیوادونه د دې همکارۍ له امله کافر ګڼي. هغوی له اسراییلو کرکه لري، خو همداراز له امریکا څخه هم کرکه لري، او له هر هغه ځایه چې موږ نفوذ ولرو. هغوی غواړي برید وکړي، ددې ځای په شمول، په امریکا کې دننه."
هغه زیاته کړه: "که تاسو کورنیو ترهګریزو بریدونو ته وګورئ، اکثریت یې د افراطي اسلامي لیدلورو تر اغېزې لاندې شوي دي. په دې کې د فلوریدا ایالت د اورلندو په کلب کې ډزې هم شاملې دي. همداراز په پنساکولا کې پر سعودي پیلوټ برید، دوه هغه حملې چې خلکو په ښکاره ډول هېرې کړې دي، هم پکې شاملې دي."
روبیو وویل چې وینزویلا چې د ایران د نفوذ په مرکز بدل شوی، د امریکا د ملي امنیت خطرونه زیاتوي او زیاته یې کړه: "تاسو کولای شئ داسې شرایط رامنځته کړئ چې وینزویلا هغه هېواد وي چې د ایران لپاره د نفوذ او فعالیتونو اډه ونه اوسي."
د روبیو څرګندونې د متحده ایالتونو د حکومت هغه مخ په زیاتیدونکې اندېښنې څرګندوي چې په لاتیني امریکا کې د ایران د سیاسي او امنیتي اړیکو او د امریکا پر کورني امنیت باندې ددې اړیکو د احتمالي پایلو په اړه یې لري.