د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د قانون له مخې ۳۶ زره ويزې لغوه کړې

د دې اقدام لامل جنايي فعالیتونه یاد شوي ځکه چې د ټرمپ اداره پر هغو بهرنیو وګړو بندیزونه او سختۍ لا زیاتوي چې امریکا ته د داخلیدو کارتونه لري خو په هېواد کې په جرمونو لاس پورې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو خپرو شویو شمېرنو له مخې، دغې ادارې ۱۶ زره ويزې د الکول يا نشه يي توکو تر اغېز لاندې د موټر چلولو له امله لغوه کړي، ۱۲ زره پر نورو د بریدونو او ۸ زره نور د غلا په جرم د نیول کیدو له امله لغوه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۶مه نېټه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و.

«ژمنې ورکړل شوې، ژمنې پوره شوې»

دغه وزارت وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته "تل د امریکايي وګړو خوندیتوب او ګټې" لومړیتوب لري.

دا ددې ادارې تازه هڅه ده څو پر هغو بهرنیانو فشار زیات کړي چې د امریکا له قوانینو سر غړونه کوي.

د سږ کال د اګست په میاشت کې، د بهرنیو چارو وزارت د څه باندې ۶ زرو هغو محصلینو ویزې لغوه کړې چې د خپل ټاکلي وخت نه زیاته موده پدې هیواد کې پاتې شوي و او همدارنګه د هغو محصلینو ویزې هم لغوه شوې چې د هیواد قوانین یی مات کړي و. پدې کې هم د برید، په نشې کې د موټر چلولو، غلا او د ترهګرۍ ملاتړ پورې تړلي جرایم شامل و.

دغه وزارت د اګست په میاشت کې د برېښنالیک د یوه پیغام له لارې امریکا غږ سره پدې اړه دا معلومات شریک کړل.

«د بهرنیو چارو وزارت هر هغه وخت د امریکا ویزې لغوه کوي چې د قانون څخه د سرغړونې نښې وویني، په هغو کې د ویزې د وخت څخه د لا اوږدې مودې دپاره د پاتې کیدو، جنایي فعالیتونه، عامه خوندیتوب ته ګواښونه، د هر ډول ترهګریز فعالیت ترسره کول، یا یوې ترهګریزې ډلې سره د ملاتړ کول یا ښودل شامل دي».

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له دغو ۶ زرو ويزو څخه شاوخوا ۴ زره د قانون د ماتولو له امله لغوه شوي، او له نږدې ۲۰۰ نه تر ۳۰۰ ويزې د ترهګرۍ سره د ملاتړ او ددې هیواد د کډوالۍ او تابعیت د قانون له مخې لغوه شوي دي.

دغه وزارت د اګست په میاشت کې د برېښنالیک د یوه پیغام له لارې امریکا غږ سره پدې اړه دا معلومات شریک کړل.

«د بهرنیو چارو وزارت هر هغه وخت د امریکا ویزې لغوه کوي چې د قانون څخه د سرغړونې نښې وویني، په هغو کې د ویزې د وخت څخه د لا اوږدې مودې دپاره د پاتې کیدو، جنایي فعالیتونه، عامه خوندیتوب ته ګواښونه، د هر ډول ترهګریز فعالیت ترسره کول، یا یوې ترهګریزې ډلې سره د ملاتړ کول یا ښودل شامل دي».

دې وزارت هغه مهال وویل: “د هره هغه محصل ويزه چې د ټرمپ د ادارې پر مهال لغوه شوې، لامل یې دا و چې دغه شخص يا قانون مات کړی او يا یې په متحدو ایالاتو کې د ترهګرۍ ملاتړ څرګند کړی.”

د امریکا حکومت دا هم وایي چې د دوی د دوامداره څار په پروګرام کې د هغو ۵۵ میلیونو څخه زياتو بهرنيانو څارنه هم شامله ده چې اوسمهال د امریکا معتبرې ويزې لري.

دا اداره وايي چې د هغو کسانو پېژندل او مخنیوی چې د امریکا ملي امنیت يا عامه خوندیتوب ته ګواښ پېښولی شي، د هېواد د خلکو د خوندي ساتلو لپاره خورا مهم ګڼل کیږي.

د ویزو د لغوه کېدو خبر په داسې وخت کې راځي چې د ټرمپ اداره له امریکا څخه د غیرقانوني کډوالو د تر ټولو زیات شمیر د شړلو د نوي ریکارډ ادعا کوي.

د کورني امنیت وزارت د اکتوبر په ۲۷مه اعلان وکړ چې له جنوري میاشتې راهیسې، کله چې د ټرمپ اداره واک ته ورسېده، له ۵۲۷ زرو څخه ډېر غیرقانوني کډوال ایستل شوي دي.

د کورني امنیت د وزارت مرستیاله تریسیا مک‌لافلن په یوه اعلامیه کې دا ویلي و،

« د ټرمپ اداره د تاریخي ریکارډونو د ماتولو په هڅه کې ده. دفتر ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیا ستنېدو نه وروسته د لومړي کال تر پایه پورې، دا اداره به نږدې ۶۰۰ زره غیرقانوني بهرنیان لدې هیواده وشړي»،

د ولسمشر ټرمپ اداره همدارنګه وایي چې له ۲ میلیونو څخه ډېر غیرقانوني کډوال له امریکا څخه تللي دي، چې پدې کې ۱.۶ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په خپله خوښه لدې هیواد څخه وتلي دي.