د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي چې که ایران د بالستیک توغندیو د وړتیاوو د بیا احیا هڅو ته دوام ورکړي، متحده ایالتونه به د اسراییل له خوا پر ایران چې دواړه هېوادونه یې خپل ګډ دښمن ګڼي د بل برید ملاتړ وکړي.
د ایران د بالستیک توغندیو وړتیاوې د اسراییل او ایران ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال زیانمنې شوې.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د (دسمبر ۲۹) وروسته له هغې وکړې چې د فلوریدا ایالت په مارالاګو استوګنځي کې یې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ولیدل.
ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکا به د ایران د بالستیک توغندیو د بیا پراختیا او د اټومي وسلو د پروګرام د بیا رغونې د احتمالي هڅو پر وړاندې څه غبرګون وښيي، وویل که داسې وشي، نو د اسراییل د برید لپاره به د متحدو ایالتونو ملاتړ خورا «چټک» وي.
هغه وویل: "له یاده مه اوباسئ چې مونږه د ایران په اېستلو ددې پلان امکانات برابر کړل. او د ایران په اړه به ووایم چې هیله مې دا ده چې دوي بیا د د وړتیاوو د بیا احیا هڅه ونه کړي ځکه که دوي دا کار وکړي نو مونږ به بله هیڅ لاره ونه لرو پرته لدې چې هماغه جوړې وړتیاوې له منځه یوسو. نو هیله لرم چې دوي د ا کار ونه کړي. زه لولم چې دوي وسلې او نور شیان جوړوي."
ولسمشر ټرمپ د اسراییل او ایران ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته،څو ځله ایران ته خبرداری ورکړی چې که د یورانیمو د غني کولو هغه سیمې، چې د ټرمپ په وینا د جون د ۲۲مې د «نیمې شپه چکش عملیاتو» په بریدونو کې «له منځه وړل شوې» دي د بیا رغولو هڅه وکړي، نو کېدای شي هغه د متحده ایالتونه له خوا هم د بل برید امر صادر کړي.
ولسمشر ټرمپ د دولس ورځنۍ جګړې له پای وروسته، چې بیا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند ټینګ شو، تر دې مخکې په ښکاره توګه د ایران د بالستیک توغندیو د وړتیاوو په اړه خپل دریځ نه و څرګند کړی.
دولس ورځنۍ جګړه د اسراییل له هغه برید سره پیل شوه چې د دوی په وینا د ایران د اټومي تاسیساتو او پوځي قومندانانو له لوري موجود ګواښونه ګڼل کیدل. ایران هم په ځواب کې د اسراییل پر ګڼ مېشتو سیمو او زیربناوو د سلګونو توغندیو په ویشتلو سره غچ اخیستونکی هوایي بریدونه تر سره کړل.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دسمبر په ۲۲مه، د یونان او قبرس له خپلو سیالانو سره په یوه ګډه وینا کې د ایران د توغندیو موضوع وڅېړله.
نتنیاهو د ایران د توغندیو د هماغې ورځې تمریناتو په اړه، چې د هغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوي وو، وویل: «موږ پوهېږو چې ایران ازموینې ترسره کوي. موږ دا موضوع تعقیبوو او لازم چمتووالی نیسو. زه غواړم ایران ته دا خبره روښانه کړم چې د اسراییل پر وړاندې هر ډول اقدام به له ډېر سخت غبرګون سره مخ شي.
نتنیاهو، چې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ تر څنګ ولاړ و، د متحدو ایالتونو د ولسمشر له خوا پر ایران د اسراییل د بل برید د لفظي ملاتړ په اړه کومه تبصره ونه کړه.
تر دې وړاندې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د فلوریدا په جنوبي سیمه کې له نتنیاهو سره ولیدل او وروسته یې په ټولنیزې شبکې ایکس کې اعلان وکړ چې هغوی د «سیمهییز امنیت، د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ او د یهودیت ضد د ګډې مبارزې پر هوډ» خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ایکس کې ولیکل: «ما د منځني ختیځ د سولې او ثبات د ودې لپاره زموږ د Tهمکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.»