د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن دوشنبې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په فلوریډا کې د ولسمشر په استوګنځي کې وګوري.
دا به سږکال پنځم ځل وي چې ولسمشر ټرمپ د خبرو لپاره د اسرائیلو مشر ته په امریکا کې هرکلی وايي.
نتنیاهو، نن د دوشنبې په سهار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل، او تر هغې وروسته به د ماسپښین له خوا د ولسمشر ټرمپ په استوګنځای مارالاګو کې له هغه سره خبرې وکړي.
کله چې د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو له اسرائیل څخه د امریکا په نیت د سفر دپاره تیاري نیوله، په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې، د هغه ویاندې شوش بدروسیان وویل چې د اسرائیلو صدراعظم به له ټرمپ سره د ولسمشر د غزې د سولې د پلان د دوهم پړاو په اړه خبرې وکړي.
دا پلان، چې په سپټمبر کې وړاندې شو، په لومړي پړاو کې د اوربند له لارې عملي شو، چې د فلسطین په خاوره کې یې دوه کلنه جګړه ودروله؛ هغه جګړه چې په ۲۰۲۳ کال کې پر اسرائیلو د حماس د ترهګرې ډلې د برید له امله پیل شوې وه.
بدروسیان وویل چې نتنیاهو به د پلان د دوهم پړاو شرطونه وڅېړي، چې پکې د حماس بېوسلې کول او د غزې غیرنظامي کول شامل دي، او همدارنګه د درېیم پړاو شرط، چې له مخې یې د غزې خلک باید له افراطیت څخه پاک شي.
هغې وویل چې نتنیاهو به همدارنګه پر دې ټینګار وکړي چې د غزې په تړانګه کې د پاتې وروستي اسرائیلي یرغمل جسد، چې د اسرائیلو پولیس افسر ران ګویلي نومیږي، باید د تړون د لومړي پړاو له مخې د حماس له خوا بېرته وسپارل شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د ډسمبر په ۱۱مه د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د ټرمپ اداره پر دې موضوع کار کوي.
نتنیاهو د ایکس پر ټولنیزې شبکې باندې په یوه پوسټ کې فلوریډا ته د رسېدو وروسته د دې افسر ران ګویلي د مور او پلار سره د خپلې لیدنې انځورونه شریک کړل. هغه وویل چې هغوی ته یې ویلي اسرائیل “هر څه به وکړي او د هر څه کولو ته به دوام ورکړي چې "ران" بیرته هیواد ته، د اسرائیلو یوې هدیرې ته راولي، لکه څنګه چې د یوه اسرائیلي اتل حق دی. دا یو اخلاقي، ملي او وجداني ژمنه ده. موږ به تر هغې پورې ارام ونه کړو او شاته به نه شو تر څو چې دا ماموریت مو بشپړ کړی نه وي.”
ټرمپ د ډسمبر په ۱۶مه په سپینه ماڼۍ کې د حانیکا د مراسمو پر مهال وویل چې د هغه د غزې پلان، چې د اسرائیلو او د سترو عربي او اسلامي هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړی، منځني ختیځ ته “ریښتینې سوله” راوستې ده.
هغه وویل: “که حماس کوم مشکل جوړ کړي، هغوی پوهېږي چې دا به لویه ستونزه رامنځته کړي.”
یوه ورځ مخکې، ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې د اسرائیلو د مشر په اړه وویل: “زما اړیکه له نتنیاهو سره څرګنده ده چې تل ډېره ښه ده.”
هغه زیاته کړه: “موږ له اسرائیلو سره ډېرې ښې اړیکې لرلې دي. په حقیقت کې، موږ د منځني ختیځ له نږدې ټولو هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لرو ”