ټرمپ د تعرفو د عایداتو د لوړیدو وړاندوینه کوي او ستره محکمه یې د قانوني‌توب پر موضوع غور

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې متحده ایالاتو ته پر وارداتي تعرفو باندې د لګول شوو مالیاتو بشپړې ګټې لا تراوسه نه دي پیل شوي.

دا پداسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو سترې محکمې د دغو تعرفو د قانوني‌توب په اړه پرېکړې ته تیاری نیسي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) کې ولیکل:

"سره له دې چې زموږ هېواد، متحده ایالاتو، ته د نورو هېوادونو څخه د تعرفو د لګولو په نتیجه کې په مستقیمه توګه سلګونه میلیارده ډالر ترلاسه کوي، خو د تعرفو بشپړه ګټه لا تراوسه حساب شوې نه ده، ځکه چې د توکو او محصولاتو ډېری پېرودونکي، د دې لپاره چې په لنډ مهال کې د تعرفو له ورکولو ځان وژغوري، د اړتیا څخه ډېر توکي اخیستل پیل کړي او ځانته زیرمې جوړې کړي."

ولسمشر وویل چې د نورو هېوادونو د توکو دغه ستره زیرمه اوس مخ په ختمیدو ده او وړاندوینه یې وکړه چې "ژر به پر هر هغه څه چې واردیږي، د تېښتې د کومې لارې نه پرته تعرفې ولګول شي او ترې حصول شي."

هغه زیاته کړه:

"هغه پیسې چې باید متحده ایالاتو ته ورکړل شي اوس تر پخوا تر تاریخي کچو هم ډېرې دي دا کچه به تر اسمانه وخیژي. دغه پیسې به د ریکارډ کچې ته لوړې شي او زموږ هېواد به په یوې نوې او بې‌سارې لارې روان کړي."

سپینې ماڼۍ راپور ورکړی چې روان کال کې ټولټال ۱۵۸ میلیارده ډالر د تعرفو عواید راټول شوي دي چې د تیر کال په پرتله ۲.۵ برابره زیاتوالی ښیي.

ټرمپ تېرې اونۍ اعلان وکړ چې په یو کال کې به لدې لارې متحده ایالاتو کې ۲۱ ټریلیونه ډالر پانګونه وشي، چې پکې د سعودي عربستان د شاوخوا ۱ ټریلیون ډالرو پانګونه هم شامله ده. هغه وویل دده ادارې د دې پانګو د راجلبولو لپاره له تعرفو څخه کار اخیستی.

ټرمپ وویل چې د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دی، چې تمه ده د کال تر پایه اعلان شي.