د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د خانیونس ښار پر ناصر روغتون د اسراییلو په هوايي برید کې د یوه ډاکټر په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د پنجشنبې (نومبر ۱۲مې) پرسهار د روغتون د جراحي څانګه په نښه شوې چې د ودانۍ ډېره برخه پکې زیانمنه شوې ده.
په همدې حال کې، د اسراییلو پوځ او د دغه هېواد کورني امنیتي سازمان (شاباک) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د برید هدف محمد ابواسماعیل، د حماس د یوې لوا نوی قوماندان، او د دې ډلې یو شمېر نور غړي وو، چې د دوی په ادعا د ناصر روغتون په ودانۍ کې پټ شوي وو.
د اسراییلي چارواکو په وینا، د ابواسماعیل برخلیک لا هم روښانه نه دی او د برید پایلې تر څېړنې لاندې دي.
د اسراییلو پوځ همداراز ادعا کړې، چې حماس د روغتون له محوطې څخه د وسلو د ساتلو، د قوماندې مرکز د جوړولو او د پلټنو او شکنجې لپاره کار اخیسته؛ خو د دغو ادعاوو د تایید لپاره هېڅ شواهد نه دي وړاندې شوي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې په دغه برید کې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره له دقیقو هدایت کېدونکو مهماتو او هوايي څارنې څخه کار اخیستل شوی دی.
ناصر روغتون په غزه کې له هغو لږو فعالو روغتیايي مرکزونو څخه دی چې د څو کلنې جګړې په ترڅ کې یې روغتیايي زیربناوې سختې زیانمنې شوې دي.
اسراییلي ځواکونو تر دې وړاندې هم دغه روغتون په نښه کړی و. په ۲۰۲۵ کال کې د یوه برید پر مهال پنځه خبریالان، چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبریاله مریم دقه هم په کې وه، ووژل شول.
نوی برید په داسې حال کې شوی، چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا په ملاتړ د اوربند له ټینګښت سره سره، پر غزې د اسراییلو بریدونه لا هم دوام لري.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اوربند له ټینګښت راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو او ډزو کې ۱۶۲۲ کسان وژل شوي دي. په همدې موده کې پنځه اسراییلي سرتېري هم وژل شوي دي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسراییل په جنوب کې د حماس له برید وروسته پیل شوه. په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور د یرغمل په توګه ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي د پوځي او ملکي وګړو ترمنځ له توپیر پرته، د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې، د غزې په تړانګه کې نږدې ۷۵ زره کسان وژل شوي دي.