د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت هغه امریکايي سرتېري ته پوځي مډال ورکړ چې د ارلینګټن په ملي هدیره کې یې د رسمي مراسمو پر مهال هغه او ورسره مل پلاوي ته د مناسبو اصولو د مراعتولو یادونه کړې وه.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ګمنام سرتېري پر مقبرې رامنځته شوه؛ هغه ځای چې د چوپتیا، درناوي او پوځي تشریفاتو اصول پکې په جدي توګه مراعت کېږي.
دغه سرتېری، چې توماس ایګلیسیاس نومېږي، د پنجشنبې په ورځ د پنټاګون په مقر کې د درېیمې پلي لوا، د غړو په حضور کې وستایل شو.
دوي ویل دا مډال هغه ته په غوره توګه د خپلې دندې د ترسره کولو په ویاړ ورکړل شو.
د ګمنام سرتېري مقبره د امریکا له تر ټولو درنو او درناوي وړ پوځي څلیو څخه ګڼل کېږي. دغه څلی د هغه امریکايي سرتېري په ګډون چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال وژل شوی و- د ناپېژندل شویو امریکايي سرتېرو درناوی کوي چې په جګړو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
د مراسمو پر مهال د پلاوي ځینې غړي په خندا لیدل شوي وو، چې له امله یې د پوځ ساتونکي سرتېري هغوی ته د مراسمو د درناوي او اصولو د مراعتولو یادونه وکړه. دغه شېبه د ټلوېزیوني کامرو له خوا ثبت شوه او ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې پراخه خپره شوه.
ددې پېښې په غبرګون کې د پنټاګون ویاند شان پارنېل وویل چې د جګړې وزیر او د دغه وزارت ټول غړي به د هغو امریکايي پوځيانو قربانیو ته درناوی کوي چې د خپل هېواد د امنیت لپاره یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
پارنېل زیاته کړه چې سرتېري په سمه او درناوي سره ټولو ته د مراسمو د اصولو یادونه کړې ده.
هېګسېت او ورسره مل پلاوي د ګمنام سرتېري پر مقبرې د ګلانو د ګېډۍ اېښودلو په دودیزو مراسمو کې ګډون کړی و، چې دغه پېښه رامنځته شوه.