په ميني سوتا کې د کاتولیکې کلیسا پر يو ښوونځي باندې د برید په اړه غبرګونونه

Donald Trump and Melania Trump

په ميني سوتا کې د کاتولیکې کلیسا پر يو ښوونځي باندې د برید په اړه په نویو غبرګونونو کې نن پنجشنبې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه میرمنې میلانیا ټرمپ د امریکا خلکو څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې قربانیانو ته دعا وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوید، نن پنجشنبه خبریالانو ته وویل: "ولسمشر ټرمپ او د امریکا لومړۍ میرمنې د ټول ملت څخه غوښتنه کړې چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره چې د نه زغملو غم او غصې سره مخ دي، دعا وکړي."

تر دې مخکې، د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) وویل چې دغه ادارې پرون د چهارشنبه په ورځ د مینیاپولس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي کې د ډزو پېښه چې دوه ماشومان په کې وژل شوي، د "کورني ترهګریز" عمل په توګه څېړي.

اف بي آی ویلي چې د تحقیقاتو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي چې ښيي "دغه برید د کرکې نه د ډک لید لوري پر بنسټ یو کورنی ترهګریز عمل و."

کیش پټیل، د FBI رئیس، په ایکس شبکې کې وویل چې بریدګر د روبین ویسټمن په نوم پیژندل شوی، چې اصلي نوم یې رابرت ویسټمن و. "هغه په خپلو یادداشتونو او وسلو باندې د کاتولیک مذهب ضد نښې نښانې تر شا پرې ایښي دي. "

پټیل وویل چې ویسټمن په خپل یادداشت کې "اسرائیل باید سقوط وکړي"، "فلسطین باید آزاد شي"، او د هالوکاسټ اړوند څرګندونې کړې، چې په دې توګه یې د یهودیانو پر وړاندې خپل نفرت او تشدد څرګند کړی دی.

د FBI رئیس دا هم وویل چې ویسټمن په یو وسله کې ښکاره توګه د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې د تشدد غوښتنه کړې ده.

په امریکا کې د اف بي آی اداره د چهارشنبې په ورځ د منیسوتا په مینیاپولیس کې د کاتولیک ښوونځي په منځ کې د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې دوه ماشومان ووژل شول، پلټنې کوي او دا پېښه دکاتولیکانو پر وړاندې د کورني تروریزم عمل ګڼي.

د (FBI) رئیس، کاش پټل، د ټولنیزې رسنۍ، ایکس پر پاڼې په یوه پوسټ کې داسې لیکلي دي. "برید ګر د رابرټ ویسټمن په نوم پېژندل شوی چې اصلي نوم یې هم رابرټ ویسټمن دی."
هغه زیاته کړه چې د اف بي آی اداره به کله چې وکړای شي، عامو خلکو سره، د روانو پلټنو په اړه خپل تازه معلومات شریک کړي.

پولیس وایي، ۲۳ کلن برید ګر د چهارشنبې په سهار د کلیسا له کړکۍ څخه د انن سیېشن په نوم د کاتولیک ښوونځي پر ماشومانو باندې ډزې وکړې. د وژل شویو ماشومانو عمرونه له اتو څخه نیولې تر لسو کالو پورې وو. پولیسو وویل پدې پېښه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي چې پکې ۱۴ ماشومان شامل دي.

د چارواکو په وینا، دغه بریدګر تر برید وروسته ټوپک پر ځان راواړاو او تر ډزو وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ شو.

په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په ټولو دولتي ودانیو کې د بیرغونو د نیمه ځوړندولو امر کړی تر څو تر یکشنبې پورې ددې پېښې قربانیانو ته چې د هغه په وینا پدې بی معنی تاوتریخوالي کې چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۷ مه د مینیاپولیس په منیسوتا کې رامنځته شو، درناوی وښودل شي ."

لومړۍ میرمنې ملانیا ټرمپ، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې پدې تړاو غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي چې، "په مینیسوټا کې غمجنه ډله ایزه وژنه د ښوونځي د احتمالي بریدګرو په پیژندلو کې، مخکې له مخکې اقداماتو ته اړتیا په ډاګه کوي.

د خبرتیا لومړنۍ نښې نښانې له وخته څرګندیږي، زیات شمیر کسان د دې ډول کړنو دمخه د اندېښنې وړ سلوک څرګندوي او آنلاین هم له تاوتریخوالی ډک ګواښونه کوي."