ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ وویل چې د چین، شمالي کوریا او روسیې مشران په ګډه د امریکا پر ضد توطئه کوي، ځکه چې دا درې مشران د دویمې نړیوالې جګړې د پای او د جاپان د تسلیمېدو د ۸۰مې کلیزې د نمانځلو لپاره په بیجینګ کې سره راټول شوي دي.
ټرمپ د چین ولسمشر شي جینپینګ ته د Truth Social په یوه پیغام کې ولیکل: " پداسې حال کې چې تاسې د امریکا د متحدو ایالاتو پر ضد توطئه کوئ، مهرباني وکړئ زما نیکې پېرزوینې ولادیمیر پوتین او کیم جونګاون ته ورسوئ."
ټرمپ له ولسمشر شي وغوښتل چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال، چین ته د امریکا د مرستې او قربانیو درناوی او یادونه وکړي.
هغه وویل: "سترې پوښتنې ته لا ځواب نه دی ویل شوی: آیا ولسمشر شي به د امریکا لهخوا چین ته ورکړل شوې ستره مرسته او وینه یاد کړي؟ هغه مرسته چې د یوه بهرني او ډېر دښمن هېواد پر ضد، د چین د آزادۍ لپاره ورکړل شوې وه؟"
«ډېرو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې چین بریا او عزت ترلاسه کړي. زه هیله لرم چې د دوی زړورتیا او قرباني په سمه توګه ونمانځل شي او تلپاتې شي!»
ډونالډ ټرمپ همداراز وویل هیله لري د چین ولسمشر او «د چین نیک خلک» یادګاري ورځ ولري.
ولسمشر ټرمپ د سهشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د چین ستر نظامي رسم ګذشت او پکې د پوتین او کیم جونګاون ګډون د امریکا لپاره یو آزمون دی؟ وویل:
"هیڅکله نه. چین موږ ته اړتیا لري، او لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، زما له ولسمشر شي سره ډېري ښې اړیکې دي، خو چین موږ ته له هغه ډېره زیاته اړتیا لري څومره چې موږ هغوی ته اړتیا لرو. زه دا کار هېڅ د ازموینې په سترګه نه وینم. حتی څو اونۍ مخکې مې له ولسمشر پوتین سره یوه ډېره ښه لیدنه لرله. اوس به وګورو چې آیا کومه نتیجه ترې راوځي که نه. که نتیجه و نهوځي، نو موږ به بېل دریځ ونیسو."
د امریکا د سفارت د معلوماتو له مخې، متحده ایالاتو د ۱۹۴۰مو کلونو په پیل کې چین ته جنګي الوتکې ورکړې، د چیني پیلوټان یې وروزل او له جاپاني یرغلګرو سره د مقابلې لپاره یې مرستې برابرې کړې.
همداراز، متحدو ایالتونو د هیروشیما او ناګاساکي پر ښارونو دوه اټومي بمونه وغورځول چي د ۱۹۴۵ کال په اګست کې، د جاپان د تسلیمېدو لامل شو.
دا پداسې حال کې ده چې چین نن د چهارشنبې په ورځ خپل تر ټولو لوي نظامي رسم ګذشت کوي.
ددې هېواد ولسمشر، شي جینپینګ، به د هغو هېوادونو د یو شمېر مشرانو کوربه وي چې له متحده ایالاتو او د هغه له متحدینو سره په تقابل او تضاد کې دي.
ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، او کیم جونګاون، د شمالي کوریا مشر، د دې مراسمو مهم مېلمانه ګڼل شوي دي.