د کرک په وژلو شکمن کس نن سې شنبې محکمې ته حاضر شو، د فدرالي تحیقیقاتو ادارې یا اف بي آې رییس د شفافیت ژمنه وکړه.
د یوتا د څارنوالۍ دفتر په وینا، تمه کیږي چې د سیاسي فعال چارلي کرک د وژلو شکمن کس به د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول تورن شي.
دغه دفتر وویل، شکمن، ټایلر رابنسن، عمدي قتل، عدالت ته د خنډ او د وسلو د کارولو په دریو تورونو چې په نتیجه کې یې د شدیدو جسماني ټپونو لامل شو، تورن شوی دی.
دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې د فدرال تحقیقاتي ادارې رئیس، کاش پټیل، د سنا د قضایي کمیټې د استعماعیې غونډې په جریان کې د کرک د وژنې په تحقیقاتو کې د شفافیت ژمنه وکړه.
پټیل د وژنې په اړه د FBI د غبرګون دفاع وکړه او ویې ویل چې د دغې ادارې لخوا خپاره شوي ویډیو او پرمختللي عکسونه د شکمن کس د نیولو لامل شوي.
هغه وویل چې د شکمن پلار د قانون تنفیذ مامورینو ته وویل چې "کله چې ما هغه ویډیو ولیده چې تاسو خپره کړه، ما وپیژندله چې دا زما زوی دی، او زه یې په مقابل کې ودریدم."
پټیل د سې شنبې په ورځ د سنا غونډې ته وویل: "موږ یوازې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۰۰۰ څخه ډیر نښې نښانې ترلاسه کړې، موږ زموږ ډیجیټل میډیا تصدۍ او لارښوونې لاین ته ۱۶۰۰۰ سپارښتنې ترلاسه کړې - دا د موادو لوی شمیر دی چې باید وارزول شي."
مخکې له دې پټیل ویلي وو چې د قانون د تنفیذ افسرانو معلومات او مرکې راټولې کړې وې چې ښیې شکمن، ۲۲ کلن رابنسن، "په اصل کې په وژلو اعتراف کړی دی.
هغه وویل: "شواهد او معلومات به خپاره شي؛ زه به شواهد کمزوري نه کړم، خو زه به هغه څه بیان کړم چې د معلوماتو له مخې موندل شوي، د پیغام د متن تبادله چې پکې هغه، شکمن، په ځانګړي ډول ویلي چې هغه د چارلي کرک د وژلو فرصت درلود او هغه د دې کولو اراده درلوده."
پتیل د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، "او کله چې له هغه [رابنسن] څخه وپوښتل شول چې ولې، هغه وویل چې، "هغه د ځینو کرکو سره معامله نشي کولی."
سیاسي فعال او د ټرمپ ملګری د سپتمبر په ۱۰مه د یوتا وېلي پوهنتون کې محصلینو ته د وینا پر مهال په غاړه کې وویشتل شو او ووژل شو. د هغه په وژلو مشکوک کس رابنسن د سپتمبر په ۱۱مه ونیول شو.