د ایران مشهور ریفري علیرضا فغاني چې د فیفا د کلبونو نړیوال جام په پایلوبه کې يې د داور یا ریفري دنده په غاړه درلوده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا یادګاري مډال ترلاسه کړ.
د ولسمشر ټرمپ له خوا د هغه ستایل او له هغه سره دوستانه چلند، په ایران کې شدید غبرګونونه را پارولي دي او ایراني رسنیو ورباندې سختې نیوکې کړې دي.
دا پایلوبه د نیو جرسي ایالت په "متلایف" سټېډیوم کې د انګلستان د چلسي او فرانسې پاریس سېنجرمن ترمنځ ترسره شوه. دا سیالي د راتلونکي کال د نړیوال جام د کوربتوب په درشل کې ترسره شوه، چې د امریکا، مکسیکو او کاناډا لخوا به په ګډه تنظیم شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
د لوبې په پای کې، چلسي درې د-صفر په مقابل کې بریا خپله کړه. د اتلولۍ جام له ورکړې مخکې، داوران وستایل شول.
ټرمپ، د داور علیرضا فغاني غاړې ته مډال واچاوه او له هغه سره یې لنډې، خو دوستانه خبرې وکړې چې پدې اړه د ایران په رسنیو کې غبرګونونه خپاره شول.
په غبرګون کې، علیرضا فغاني چې اوس مهال په اسټرالیا کې ژوند کوي، د یکشنبې د لوبې او له ولسمشر ټرمپ سره د لیدو انځورونه خپاره کړل او ویې لیکل:
"منندوی یم چې یو ځل بیا د فوټبال د تاریخ یوه برخه شوم."
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په ګډه توګه د امریکا، مکسیکو او کاناډا له خوا کوربهتوب شي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ لا له تېر کال راهیسې د دې لوی ورزشي مراسمو او لوبو د مدیریت لپاره ځانګړی کاري ټیم رهبري کوي.
ولسمشر ټرمپ، چې د فیفا له مشر جاني انفانتینو سره یې د سپینې ماڼۍ په لیدنه کې خبرې کړې وې، د نړیوال جام کوربهتوب یې "د امریکا لپاره ستر ویاړ" وباله او وویل چې غواړي څو لوبې له نږدې وویني.