د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په یوې خبري غونډې کې خبر ورکړ چې متحده ایالات به د فضایي قوماندې یا "یواس سپیس کام" د مرکزي دفتر به د الاباما ایالت ښار "هانټسوېل" ته انتقال شي.
هغه وویل، "زه په خوښۍ خبر درکوم چې د متحده ایالتونو د فضایي قوماندې یا "یواس سپیس کام" مرکزي دفتر به له دې وروسته د الاباما ایالت ښکلي ښار "هانټسوېل" ته انتقال شي. هغه په ټوکو کې وویل: "هانټسوېل به اوس د راکټ ښار (Rocket City) په نوم وپیژندل شي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، "موږ په فضایي سیالۍ کې له چین او روسیې څخه ډېر سخت شاته پاتې وو. خو اوس، موږ په پراخ ډول په فضاء کې لومړی ځواک یو، او سپېس کام مو بېرته فعال کړ، د دې لپاره چې د امریکا فضایي شتمنۍ خوندي کړو او زموږ پر هېواد هر ډول ګواښ په غوره وخت وپیژندل شي."
هغه وویل چې د قوماندې دا انتقال به د الاباما ایالت لپاره له ۳۰ زرو څخه زیات کاري فرصتونه رامنځته کړي او سلګونه میلیارده ډالر پانګونه به هم له ځان سره ایالت ته راوړي.
د ولسمشر په وینا، سپیس کام به اوس د امریکا د نوي "ګولډن ډوم" یا طلایي ګنبد" د توغندیز دفاعي سیستم په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.
دا سیستم د هغه اجراییوي فرمان په اساس جوړېږي چې ولسمشر ټرمپ د سږ کال د جنورۍ په ۲۷مه، لاسلیک کړ، چې د امریکا خاوره له هر ډول بهرني هوايي برید څخه خوندي وساتل شي او د "دوهم پړاو د ځواب" وړتیا یقیني کړي.
ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر "پیټ هېګسېت" او یو شمېر نورو چارواکو څخه هم مننه وکړه، چې د سپیس کام د انتقال په دې ستر تصمیم کې یې مرسته کړې ده.
د دفاع وزیر هېګسېت وویل، چې ولسمشر ټرمپ د سپیس کام ځای د سمې ستراتیژۍ له مخې بدل کړ، او دا تصمیم به امریکا ته د فضایي سیالۍ په ډګر کې ستره برتري ورکړي. هغه زیاته کړه:
"فضاء د جګړې مهمه ساحه ده، او څوک چې فضاء کنټرول کړي، راتلونکې جګړې به کنټرولوي. ښاغلی ولسمشر، تاسو نن یقیني کوئ چې دا واک د امریکا په لاس کې وي."
د یادونې وړ ده، چې سپیس کام لومړی ځل په ۱۹۸۵ کې جوړ شوی و، خو په ۲۰۰۲ کې منحل شو او مسؤلیتونه یې ستراتیژیکې قوماندې ته وسپارل شول.
دا قومانده بېرته د ۲۰۱۹ په اګست کې د ولسمشر ټرمپ په لومړۍ دوره کې فعاله شوه.