د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د دفتر نوي بندیزونه

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر پر ۳۲ کسان، ادارې او څلور کښتیو باندې بندیزونه لګولي دي.

دا د امریکا د خزانې وزارت له خوا د بندیزونو تر ټولو لوی اقدام ګڼل کېږي چې تر دې دمه د ایران تر ملاتړ لاندې ډلې انصارالله چې د حوثی ډلې په نوم هم یادیږي، پر ضد شوی دی.

یادې شبکې د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر ۱۱مه، د حوثیانو د نړیوالې ناقانونه مالي تمویل، قاچاق، او د وسلو د لوژستیکي عملیاتو د برخې په توګه په نښه شوې دي.

دا بندیزونه یاد شرکتونه، ددې شرکتونو خاوندان مالکین، او مهم عملیاتي کسان په نښه کوي چې له حوثیانو سره تړاو لري او په یمن، چین، د متحده عربي اماراتو او مارشال ټاپوګانو کې مېشت دي.

جان کی هرلي، د خزانې وزارت د تروریزم او مالي استخباراتو د چارو مرستیال، په بیان کې ویلي:

"حوثیان د امریکا پر کارکوونکو، شتمنیو، او متحدینو بریدونو ته دوام ورکوي؛ په سرې بحیرې کې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي او د سمندري نړیوال امنیت د کمزوري کولو هڅې کوي، دا ټول د ایران د رژیم په همغږۍ ترسره کېږي."

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې دا هم راغلي چې:

"هغه کسان او ادارې چې تر بندیزونو لاندې راغلي، د حوثیانو لپاره د پرمختللو پوځي وسایلو ، لکه بلیسټیک توغندیو، کروز توغندیو، او ډرون پرزو، مالي تمویل او اسانتیاوو د برابرولو مسئولیت لري.

دا وسایل د امریکا پر ځواکونو، د دې متحدینو، او تجارتي کښتۍ پر ضد په سرې بحیرې کې کارول کېږي."