حماس ته د ولسمشر ټرمپ وروستی خبر داری

ولسمشر ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپتمبر په اومه د یکشنبې په ورځ د خپلې ټولنیزې شبکې له لارې اعلان وکړ چې اسراییل د وړاندي شوي اوربند او د یرغمل شویو د ازادولو له هوکړې سره یې موافقه کړې ده. هغه د حماس نه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو دپاره دې د هغه شرایط ومني.

د اسراییل دولسم کانال په نوم خبري شبکې خبر خپور کړ چې په اوسنۍ طرحه کې د اوربند په لومړۍ ورځ د ټولو یرغملو ازادیدل او ورپسې د جګړې د پای ته رسولو دپاره خبرې اترې شاملې دي.

ولسمشر ټرمپ پرته لدې چې ددې شرایطو جزییات شریک کړي وویل چې ټول غواړي یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي او جګړه ختمه شي. هغه پدې ټینګار وکړ چې دا به حماس ته دده وروستی خبر داری وي.

د تایمزاف اسراییل خبري شبکې د اسراییل صدراعظم ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویلي چې نتنیاهو په جدي توګه پر طرحې غور کوي.

ولسمشر ټرمپ غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې،

"زه د حل پر هغو لارو چارو کار کوم چې ښایي تاسو یې ډیر ژر په اړه واورئ. زمونږ هڅه دا ده چې دا جګړه ختمه او یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه شي. ټول ستانه کړو. شاو خوا شل تنه. او همداسې چې تاسو پوهیږئ کم او زیات شل تنه هلته وو، پدې کې به یو شمیر جسدونه هم وي خو دوي یې بیرته ستنول غواړي. میندې پلرونه یې بیرته غواړي نو مونږ ښه بحث درلود او د غوره پېښو امکان شته."

ولسمشر ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې کې بیا ټینګار وکړ چې، "حماس ته مې ددې شرایطو د نه منلو په صورت کې د بدو عواقبو خبرداری ورکړی دی. هغه وویل تر دې وروسته به بل خبرداری نه وي.