ټرمپ: په عراق کې د پرنسټن پوهنتون محصله د ترهګرې ډلې له بند څخه خوشې شوه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د پرنسټن پوهنتون يوه محصله، چې له تېرو دوو کلونو څخه زيات وخت په عراق کې د يوې ترهګرې ډلې لخوا بندي وه، خوشې شوې ده.

ټرمپ دا خبره د سه شنبې په شپه د Truth Social په يو پوسټ کې کړې، او ويلي يې دي چې اليزابېت تسورکوف، چې خور يې د امريکا تبعه ده، که څه هم د مياشتو لپاره تر شکنجې لاندې ساتل شوې وه ، اوس په خوندي توګه، د امريکا سفارت ته رسېدلې ده"

تسورکوف يوه روسي الاصله اسراييلۍ تبعه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې عراق ته د څېړنو لپاره تللې وه. خو هلته د "کتائب حزب‌الله" په نامه د يوې شيعه‌ وسله‌والې ډلې له خوا وتښتول شوه.

دغه ډله چې له ايران سره نږدې اړيکې لري، د امريکا له خوا په ۲۰۰۹ کال کې ترهګره ډله نومول شوې وه.

د عراق لومړي وزير، محمد شيا السوداني، د ایکس د ټولنیزې شبکې له لارې ويلي چې د هغې د خوشي کیدو بریا "زموږ د امنيتي ځواکونو د اوږدو هڅو نتیجه ده"

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې د عدل او انصاف لپاره د مبارزې ژمنه تازه کړه او زياته يې کړه:

"زه به تل د عدالت لپاره مبارزه کوم، او هېڅکله به تسليم نه شم. حماس دې اوس سملاسي ټول يرغمل کسان خوشې کړي!"

ټرمپ دا څرګندونې د هغو کسانو په تړاو وکړې، چې لا هم د حماس ډلې له خوا د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې له بريد راهيسې د غزې په تړانګه کې بنديان دي.

په هغه بريد کې حماس له ۱۲۰۰ زيات کسان ووژل، او ۲۵۱ کسان يې يرغمل کړل.