سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین باندې د روسیې له پراخو میزایلي او ډرون بریدونو څخه خوښ نه و، او هغه پدې اړه وضعیت او اړوند پرمختګونه له "نږدې" څاري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " ولسمشر ټرمپ خوښ نه و، خو حیران هم نه شو."
لیویت وویل چې دواړو خواوو د یو بل پر خاوره بریدونه کړي دي او خبرداری یې ورکړ چې تر هغه وخته چې جګړه دوام ولري، مرګ ژوبله به هم ادامه ولري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: "دا دوه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې په جګړه کې ښکیل دي. روسیې پر کیف برید وکړ، او همداراز اوکراین تازه د روسیې د تېلو پر تصفیه خانو بریدونه وکړل. هغوی د اګست میاشتې په بریدونو کې د روسیې د تېلو د تصفیه خانو شاوخوا ۲۰ سلنه ظرفیت له منځه وړی دی."
لیویت ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ د دې جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی او زیاته یې کړه چې: "هغه [ټرمپ] د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر هر بل چا ډېر کار کړی دی،داسې جګړه چې که هغه ولسمشر وای، هېڅکله به پیل شوې نه وای."
د سپینې ماڼۍ ویاندې همداراز وویل: "خو د جګړې دواړه اړخونه د دې شخړې پای ته رسولو ته چمتو نه دي. ولسمشر غواړي جګړه ختمه شي، خو د دواړو هېوادونو مشران باید دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. که هغوی غواړي چې جګړه ختمه شي، باید ختمه یې کړي."
بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول چې پکې درې ماشومان هم شامل دي.
زیلینسکي وویل چې د کییف په بیلابیلو سیمو کې استوګنځي، دفتري مرکزونه، مدني تاسیسات، او د اوکراین لپاره د اروپايي اتحادیې د استازو د دفتر په ګډون ګڼ شمیر ودانۍ زیانمنې شوې دي.
هغه په ټولنیزه رسنۍ ایکس باندې لیکلي: " په لوي لاس د مدني وګړو وحشیانه وژنه. روسان د جګړې پای ته رسولو لپاره هېڅ نه کوي، یوازې نوې بریدونه ترسره کوي."
زیلینسکي نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې "په کلکه" غبرګون وښيي او د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو او فشار غوښتنه یې وکړه.
د امریکا دوه و مخکښو سناتورانو، جمهوری غوښتونکي سناتور لنډسي ګراهم او دموکراتې سناتورې جین شاهین د روسیې وروستي بریدونه غندلي دي.
شاهین، چې د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشره ده، په ایکس پاڼې لیکلي: "زه د روسیې د وژونکو بریدونو څخه چې پر ولسي وګړو او په کییف کې د اروپا د اتحادیې د استازیو دفتر پر ودانۍ ترسره شول، حیرانه یم. پوتین هېڅ دلچسپي نلري چې جګړه پای ته ورسوي یا د اوکراین د وګړو کړاوونه کم کړي. دا باید پای ته ورسېږي."
لینزي ګراهم، د بریدونو په اړه خپل غبرګون کې وویل: "هند، چین، برازیل او نور هیوادونه چې د کم بیو روسي تیلو په اخیستو د روسیې د جګړې ماشین سره مرسته کوئ، تاسو اوس څنګه احساس کوئ چې ستاسو ددې کار له امله د ماشومانو په شمول بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي؟"
ګراهم، چې په سنا کې د بودیجې د چارو د کمیټې مشر دی، د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "هند د پوتین د ملاتړ بیه ورکوي. نورو ته به هم ډیر ژر د دغه لګښت پته ولګیږي."
سناتور ګراهام همداراز لیکلي: "هند د پوتین د ملاتړ بیه پرې کوي. نور هېوادونه به هم ژر دا تجربه کړي."
د امریکا حکومت پر هغو توکو چې له هند څخه واردېږي، ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله، چې ټول ټال تعرفه اوس ۵۰ سلنې ته لوړه شوی ده.
امریکا ویلي دي چې دا ګام د هند د تنبیه کولو په هدف اوچت شوی، ځکه چې نوې ډیلي له روسیې څخه زیاته اندازه تیل واردوي. د روسیې له خوا پر اوکراین تر یرغل وروسته، امریکا د روسیې پر تېلو د صادراتو بندیزونه وضع کړي دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د یوه یادداشت له مخې، د هند پر وارداتي اجناسو د ۵۰ سلنې تعرفې تطبیق د چهارشنبې په ورځ، د اګست د ۲۷ مې نېټې له لومړیو شیبو څخه پیل شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اروپايي هیوادونو د مشرانو سره په غونډه کې چې د اګست په ۱۵ او ۱۸ نېټه یې ترسره کړې وې، وویل چې هغه د پوتین او زیلینسکي تر منځ د دوه اړخیزې غونډې د جوړولو په لټه کې دی تر څو جګړه پای ته ورسېږي.