د امریکا د باندنیو چارو وزارت د کوریا او منګولیا د چارو مشر (سیټ بېلي ) پرون د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو ته وویل چې شمالي کوریا له روسیې سره غیر قانوني پوځي همکاري کوي.
هغه دا څرګندونې یوولس کسيزې ډلې ته چې د یولسو هیوادونو استازي پکې شامل دي او د څو اړخیزو بندیزونو د څارنې ډلې یا (MSMT) په نوم پېژندل کېږي، د لومړي رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وکړې.
بېلي وویل، دا رپوټ د شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وسلو او نظامي تجهیزاتو د انتقال اسناد وړاندې کوي چې د روسیې له خوا شمالي کوریا ته د پوځي ټکنالوژۍ انتقال او د شمالي کوریا سرتېرو ته په روسیه کې د پوځي روزنې ورکولو شواهد هم پکې شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا لا هم د شمالي کوریا د بشپړې اټومي بېوسلې کېدلو ملاتړ کوي او ژمنه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د سرغړونو له امله به ددې هیواد سره حساب او کتاب وشي.
هغه ټینګار وکړ چې (MSMT) ډله به د شمالي کوریا د بندیزونو د سرغړونو په اړه په وخت، د باور وړ، او اړوندو رپوټونو خپرولو ته دوام ورکړي.
یاد شوی (MSMT) ټیم تېر کال د امریکا او لسو نورو هېوادونو له خوا جوړ شو او پکې دا یوولس هېوادونه شامل دي: اسټرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، جنوبي کوریا، برېتانیا، او د امریکا متحده ایالتونه.
دا هیوادونه مسولیت لري چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د سرغړونو څارنه وکړي او سر غړونکي په ګوته کړي.