د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبېو د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۰مه، هند ته خپل سفر پیل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبېو په ممبۍ کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر، سبرامنیم جېشنکر، سره وکتل. دواړو لورو د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو، په ګډون په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې راغلي چې روبېو ټینګار وکړ چې له امریکا سره د انرژۍ د سوداګرۍ پراختیا کولای شي د هند د اکمالاتي ځنځیرونو په تنوع کې بنسټیز بدلون راولي او په ورته وخت کې د دغه هېواد د بازار اړتیاوې پوره کړي.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو او د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې د وروستیو پرمختګونو ستاینه او د امریکايي ټکنالوژیو او تجهیزاتو د لا زیاتو پېرودلو غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، دا کار کولای شي د دواړو هېوادونو امنیت او سوکالي پیاوړې کړي.»
روبېو او نورو امریکايي چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ یوه هر اړخیزه هوکړه نږدې بشپړه شوې ده. دې څرګندونو دا احتمال زیات کړی چې دغه هوکړه به د روبېو د سفر پر مهال لاسلیک شي.
روبېو هند ته د خپل سفر په پیل کې خبریالانو ته ویلي چې له هندي چارواکو سره به د (ریلاینس انډسټریز) په نوم د شرکت په اړه هم خبرې وکړي. د دغو خبرو یوه موضوع به د وینزویلا د خامو تېلو د تصفیې زیاتول او په وینزویلا کې د تېلو تولید وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د چین، روسیې او امریکا ترمنځ د وسلو د کنټرول په اړه خبرې اترې به د نړۍ لپاره یو مثبت پرمختګ وي.
ټاکل شوې چې روبېو په هند کې د خپل دوه ورځني سفر پر مهال، د دغه هېواد په لوېدیځ کې له ممبۍ او جامنګر ښارونو څخه لیدنه وکړي. هغه به د هند له دولتي او سوداګریزو مشرانو، او همدارنګه د میلیاردر موکېش امباني سره وګوري. امباني د ریلاینس انډسټریز شرکت مشر دی، چې په جامنګر کې د نړۍ تر ټولو لوی د تېلو د تصفیې مرکز چلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سمرقند، ازبکستان څخه ممبۍ ته سفر وکړ چې هلته یې د منځنۍ اسیا له سیاسي او سوداګریزو مشرانو سره هم خبرې کړې وې.