روبیو: واشنګټن او کییف د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمېدو په موخه رغنده خبرې کړې دي

(چپ لوري ته) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف، او (ښي اړخ ته ) د اوکراین د ملي امنیت سلاکار روستم اومېروف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې متحدو ایالتونو د یکشنبې په ورځ په میامي کې د اوکرایني چارواکو سره "رغنده خبرې" درلودې. د دوي موخه دا وه چې پر اوکراین باندې د روسيې د تیري کوونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا نوې هڅې لا پیاوړې شي.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جیرېډ کوشنر هم د اوکرایني پلاوي سره په خبرو کې ګډون درلود.

له خبرو وروسته، ښاغلي روبیو خبریالانو ته وویل: "موږ یوه ډیره ګټوره ناسته درلوده. موږ نه یوازې د جګړې ختمول غواړو، بلکې تر څنګ یې غواړو چې اوکراین تلپاتې سوله ولري."

هغه زیاته کړه چې "لا هم نور کار ته اړتیا شته."

د اوکراین د ملي امنیت سلاکار روستم اومېروف دغه ناسته "رغنده او بریالۍ" وبلله.

دا خبرې یوه اوونۍ وروسته ترهغې کیږي چې دواړو لوریو په ژینو کې سره ولیدل او د جګړې د پای لپاره د امریکا له لوري "تازه او اصلاح شوې" مسوده وړاندې شوه.

ټرمپ ویلي چې هغه پدې اونۍ کې خپل ځانګړی استازی ویټکاف مسکو ته د روسي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ددې مسودې پر سر د بحث لپاره لېږي.

تېرې اونۍ پوتین قرغیزستان ته د سفر پر مهال وویل چې د امریکا له خوا جوړ شوی کاري چوکاټ "د راتلونکو موافقو لپاره اساس برابرولی شي."

هغه وویل: "موږ باید کښېنو او په جدي ډول یې وڅیړو."

خو پوتین دا ټینګار هم درلود چې جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسېږي "کله چې د اوکراین ځواکونه له هغو سیمو ووځي چې دوي نیولي دي."

ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل په یوه پوسټ کې تېره اونۍ ویلي وو چې د جګړې د پای لپاره د امریکا له لوري مسوده "د دواړو خواوو د نظرونو سره سم اصلاح شوې او یوازې د اختلاف څو ټکي پاتې دي."

د تېرې اونۍ په تبصره کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ددې اصلاح شوې مسودې په اړه وویل:

"اوس، د اړینو ګامونو هغه لړلیک څخه کار اخیستل کیدای شي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ضروري اقدامات پکې شامل دي."