امریکا د ایبولا ضد مبارزې لپاره له ۲۲۰ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو مرستو ژمنه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افریقا کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو پر ضد به ۲۰ میلیونه ډالر نورې مرستې هم برابرې کړي، چې له دې سره به د امریکا ټولې مستقیمې مرستې له ۲۲۰ میلیونو ډالرو څخه واوړي.

دا پداسې حال کې ده چې په کانګو کې د ناروغۍ تایید شوې پېښې ۶۳۵ ته رسېدلې دي.

دغه مالي مرسته چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه، په برونډي، کینیا، روانډا او جنوبي سوډان کې به د چمتووالي پروګرامونو ملاتړ وکړي، چې پکې څارنه، معاینات او د سرحدونو کلک څار هم پکې شامل دي.

په کانګو دیموکراتیک جمهوریت (DRC) کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل لا هم دوام لري. د روغتیا وزارت ویلي چې د ایتوري ولایت د تشومیا روغتیايي حوزه د هېواد په کچه په شپږ ویشتمې اغېزمنې سیمې بدله شوې ده.

حکومت د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۳۷ نوو تایید شویو پېښو راپور ورکړی چې ۱۲ مړینې هم پکې شاملې دي.

تر اوسه په ختیځو درېیو ولایتونو کې د ایبولا ۶۳۵ تایید شوې پېښې او ۱۲۷ مړینې ثبت شوې دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، ماشومان د تایید شویو پېښو شاوخوا ۱۷ سلنه جوړوي. په بونیا ښار کې د یوې کلیسا له خوا په یوه کلینیک کې د ایبولا له امله دوه کوچني ماشومان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په کانګو کې درې لابراتوارونه د هغو کیمیاوي موادو له کمښت سره مخ شوي چې د ایبولا د ازموینې لپاره اړین دي. په بوکاوو، لوویرو او ګوما ښارونو کې لابراتوارونه د نویو اکمالاتو په تمه دي.

د کانګو د بایومېډیکل څېړنو د ملي انسټیټیوټ مشر، پروفیسور ژان ژاک موییمبې، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ناروغۍ د تشخیص بهیر ښه شوی، خو د ټولنې ښکېلتیا لا هم کمه ده. هغه وویل: «زه یو څه ناهیلی یم، ځکه چې په عملي ډګر کې دا تجربې نه وینم.»

په داسې حال کې چې د فیفا نړیوال جام د پنجشنبې په ورځ په امریکا، مکسیکو او کاناډا کې پیلېږي، امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د سیالیو له پیل مخکې د ایبولا ځپلو هېوادونو پر اوسېدونکو د سفر محدودیتونه ولګوي.

د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز مشر هانس کلوج ویلي چې خطر لا هم ټیټ دی. هغه وویل: «ستاسو د سفرونو د پلانونو د بدلولو اړتیا نشته. په عادي ډول سفر وکړئ.»

د اروپایي کمېسیون یوه ویاند ویلي چې داسې هېڅ شواهد نشته چې اضافي سرحدي تدابیر دې اړین وي.

تر اوسه په امریکا کې د ایبولا هېڅ تایید شوې پېښه نه ده ثبت شوې. یو امریکایي ډاکټر پاتریک لاروشیل چې په پراګ کې د ایبولا د احتمالي تماس له امله تر څارنې لاندې و، د چهارشنبې په ورځ رخصت شو او خپل هېواد ته روان دی.