اندونیزیا کې د اورغورځونکي غره څخه د لوګي پورته کیدو له کبله هوایي ډګرونه تړل شوي

د اندونیزیا د اناک کراکاتوا اورغورځوونکي غره څخه لوګي او ایرې پورته شوي او د اورغورځونې پر مهال شاوخوا برېښنا هم لیدل شوې ده.

دغه اورغورځوونکی غر چې د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ موقعیت لري، د جمعې له ورځې راهیسې څو ځله فعال شوی دی.

د اورغورځونې له امله د سیمې په ځینو برخو کې د الوتکو د پروازونو بهیر ګډوډ شوی او د اورغورځوونکي غره ایرې پر پراخو سیمو خپرې شوې دي.

د اندونیزیا اووه هوايي ډګرونه د دوشنبې په ورځ، د سپتمبر پر اوومه، بند و چې دوه یې د پلازمېنې جاکارتا عامه خدمتونه وړاندې کوي.

چارواکي وايي، د اورغورځونې له امله څه باندې ۲۳۰۰ پروازونه لغوه شوې یا له ځنډ سره مخامخ شوې دي.

د اندونیزیا چارواکي لا هم د اورغورځوونکي غره وضعیت څاري او د خوندي پروازونو لپاره یې پر هوايي تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.