وحید عمر: ځینې ډلې افغانانو ته د مسولیت د انتقال مخنیوی کوي

وحید عمر: ځینې ډلې افغانانو ته د مسولیت د انتقال مخنیوی کوي

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند وحید عمر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل ځنې ډلی هڅې کوي د امنیت د مسولیت اخیستو بهیر زیانمن کړي.

وحید عمر پدې خبري غونډه کې وویل افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راوړلو اصلي علت هغه کسان دي چې په هیواد کې دننه او نړیواله کچه تروریستي فعالیتونه تر سره کوي.

هغه وویل، افغان ځواکونو ته د مسولیت سپارنې د پروګرام په عملی کیدو، د افغان ځواکونو له لورې د مسولیت اخیستو د انګیزې او د افغانستان بهر د ترهګرو د پناه ځایونو او د هغوئ د ملګرو په له منځه وړلو کې د امریکا د متحده ایالاتونو جدي همکاري ډیره لازمی ده.

فراه کې د برمته کسانو وژنه

د امریکا غږ سیمه ایز خبریال د فراه ولایت د امنیتي چارواکو په وینا وايي وسله والو طالبانو په هغه ولایت کې د تښتول شوو پنځلسو څخه څلور نور کسان یې هم وژلي دي.

یوه امنیتي چارواکي امریکا غږ ته ویلي طالبانو ددی کسانو مړي په ګلستان ولسوالئ کې قومي مشرانو ته سپارلي.