د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وحید عمر وايي د امریکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د اوږودمهاله همکاریو په اړوند خبرې روانې دي.
ویاند وايي دا خبرې په فني او تخنیکی څانګو کې ترغور لاندې دي.
ویاند وویل ددې تړون وروستی پړاو د افغانستان د خلکو پوری اړه لري او اوس مهال یوازې د ابتدايي چمتوالي په هکله خبرې جریان لري.
د نړیوالې ټولنې د پلان له مخې ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۴م کال پورې بهرني عسکر له افغانستان نه ووځي او د امنیتي چارو د رهبرﺉ مسولیت افغانانو ته وسپارل شي. واشنګټن وايي د افغانستان د خلکو په غوښتنه به له دغه ملکه سره اوږدمهالې همکاري ولري.
په عین وخت کې په افغانستان کې د امریکا د دايمي پوځي اډو د جوړېدو په اړه هم په مطبوعاتو کې خبرې کیږي.
وحید عمر وايي د افغانستان حکومت پدې اړوند عجله نلري او هڅه کوي په لمړي قدم کې د افغانستان ملي گټې وسنجول شي.