والتز: د ایران د پېسو ارزښت راټیټیږي او انفلاسیون یې له کنټروله وتلی دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازی مایک والتز وايي چې د ایران لپاره "یوزاې د رژیم کنټرول او پیسې" لومړیتوب لري.

والتز د شنبې په ورځ [اګست ۲۹مه] له فاکس نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې د ایران سپاه پاسداران د هغه هېواد د ټول اقتصادي څه ناڅه ۵۰٪ برخه کنټرولوي.

والتز زیاته کړه:" د هغوی [ایران] اسعار د پام وړ راټیټېږي، انفلاسیون له کنټروله وتلی او د بهرنیو اسعارو زېرمه یې له منځه تللې ده."

ټاکل شوې چې د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د امریکا په شمالې کارولینا ایالت کې د جي شل (G20) هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانکونو مشران غونډه وکړي چې د بحث یوه لویه موضوع به یې د تهران پر وړاندې د واشنګټن تازه اقتصادي عملیات وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اقتصادي انزوا په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړې او غواړي چې تهران له مالي پلوه مجازات کړي.

مایک والتز وايي چې په پام کې ده چې دی په ملګرو ملتونو کې او د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د جي شل په غونډه کې برخه والو ته څرګند پیغام ورسوي چې د ایران پر وړاندې د متحدو ایالتونو سره ملګري شي.

والتز د خپلې مرکې په یوې برخې کې وویل: "کوم پیغام چې وزیر بېسنټ به یې واستوي او زه به یې دلته په ملګرو ملتونو کې واستوم دا دی چې تاسو یا زموږ مخالف یاست یا زموږ ملاتړي."

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر خبرداری ورکړی چې که هېوادونه د ایران د تیلو اخېستلو یا له تهران سره د نورو راکړو ورکړو اسانولو ته دوام ورکړي، نو د امریکا له دویمې درجې بندیزونو سره به مخ شي.

واشنګټن د جمعې په ورځ [اګست ۲۸مه] د جي شل د یوه غړي هېواد مصر پر یو بانک بندیزونه ولګول او ویې ویل چې دغه بانک په متحده عربي اماراتو کې د خپلو څانګو له لارې له ایران سره اړیکې لرلې.