د جګړې وزیر پیت هګسيت د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته وویل چې د دفاع وزارت د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودیجه وړاندیز کړی چې د هغه په قول دا "د وخت بېړنی حالت او اړتیاوې منعکسوي."
د جګړې د وزارت په وینا، دا بیسارې لوړه دفاعي بودیجه به د امریکايي سرتېرو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ، د امریکا د امنیت د ټینګښت، د پوځي تجهیزاتو د عصري کولو، د دفاعي صنعتي بنسټ د بیا رغولو او سرتېرو ته د معاش د زیاتوالي لپاره وکارول شي.
هېګسېت د استازو جرګې د وسلهوالو خدمتونو کمېټې ته وویل: “دا تاریخي بودیجه ده، دا له مالي پلوه مسؤلانه بودیجه ده، او دا د جګړې لپاره ځانګړې شوې بودیجه ده.”
دا لومړی ځل دی چې هغه د امریکا په کانګرس کې، وروسته له هغې چې امریکا او اسراییل د فبرورۍ په ۲۸ مه په ایران کې ګډ پوځي عملیات پیل کړل، حاضریږي. د هغه سره پدې استعماعیه غونډه کې د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال دان کین هم ګډون کړی و.
د جګړې وزیر اتومي بم ته د ایران د لاسرسي په اړه وویل:
“تر ټولو لوی دښمن چې موږ په دې پړاو کې ورسره مخ یو، د کانګرس د دیموکراتانو او د ځینو جمهوري غوښتونکو بېپروا، کمزوري او ماتې خبرې دي. له هغه حیاتي مبارزې څخه دوه میاشتې تېرې شوې چې د امریکا د خلکو د امنیت لپاره ترسره کېږي. ایران نشي کولی اټومي بم ولري. موږ په دې اقدام ویاړو.”
د کمېټې مشر مایک راجرز د غونډې په پیل کې وویل چې امریکا له “بې ساري نړیوال ګواښ” سره مخ ده، چې پکې څو مخالف ځواکونه په ګډه هڅه کوي د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت کمزوری کړي. هغه زیاته کړه: “چین د دې هڅو مشري کوي.
د کمېټې مخکښ غړي ادم سمیت د منځني ختیځ په اړه د ادارې پر ستراتیژۍ نیوکه وکړه او د سیمې د شخړو اغېزې او په امریکا کې د ګازو بیې یادې کړې.
هغه وویل: “یوه مهمه پوښتنه دا ده چې دا به چېرته ورسېږي؟ زموږ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره څه پلان شته دی؟”
هغه زیاته کړه: “موږ لګښتونه لیدلي، او دا ډېر لوړ دي. موږ یوازې د هدفونو د ویشتلو په اړه خبرونه اورو، چې دا له تاکتیکي اړخه مهمه لاسته راوړنه ده، خو زموږ هدف یوازې تاکتیکي بریا نه ده، بلکې زمونږ هدف د ایران په بنسټیز بدلون پورې هم تړلی دی.”
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي چې هغه د ایران سره روانه شخړه “جګړه” نه بولي، بلکې “پوځي عملیات” یې ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې دیموکرات قانون جوړوونکو پر دې نیوکه کړې چې دا عملیات د کانګرس له اجازې پرته پیل شوي دي.
پینټاګون ویلي چې د دې بودیجې شاوخوا ۵۲ سلنه برخه به د وسلو، الوتکو، ټانکونو او کښتیو په پېرلو ولګول شي. همدارنګه پلان شته چې د بېپیلوټه الوتکو جګړهییزو وړتیاوو، فضایي ظرفیتونو او د بېړیو جوړولو په برخه کې پانګونه وشي.
د ۲۰۲۶ کال پخوانۍ بودیجه چې د ولسمشر ټرمپ له خوا تصویب شوې وه، ۹۰۱ میلیارده ډالره وه.