وردک: امنیت تر تیر کال ښه شوی

وردک: امنیت تر تیر کال ښه شوی

د هیواد عمومي امنیتي وضعیت، د انتقال د لړۍ لپاره امنیتي تدابیر، یو له بل سره تړلي قتلونه او د خلکو نه خوندیتوب، او افغان قواوو ته د امنیت د مسولیت د انتقال نه وروسته افغان پوځ باندې د خلکو د باور څرنګوالی هغه موضوعګانی وې چې د مشران جرګې غړو یې په اړه له دفاع وزیر رحیم وردک نه پوښتنې وکړې.

جنرال رحیم وردک د پروسږ کال په پرتله د سږ کال امنیتي وضعیت ښه بولي خو ددې وروستیو امنیتي پیښو په اړه وایي، دوی دمخه پوهیدل چې دښمن په مخامخ جګړه کې د ناتوانۍ له امله ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې د ماینونو ایښودلو ته مخه کړې ده.

جنرال وردک د پارلمان غړیو ته وویل، د انتقال لړۍ هغه څه دي چې افغانان یی باید په اړه اندیښمن نه وي:

"موږ د پیړیو په اوږدو کی خپل هیواد په خپله ساتلی دی اوس باید افغانان د انتقال لړی یو ښه ګام وګنی چی زموږ ملی او نړیوال حیثیت به بیرته را ژوندی کوي".

وردک وایي، په هغو سیمو کې د پوره امنیت تامینولو او ښې حکومتدارﺉ د جوړولو هڅې کوي چې د امنیت مسولیت یې افغانانو ته سپارل شوی دی.

خو دی، د ځواکونو په تیره بیا د هوایي ځواک د نه تجهیز او نه بشپړتیا خبره کوي او ددې تر څنګ وایي هیڅ څوک نشي کولای د ګاوندیانو د نه لاس وهنې په اړه ضمانت ورکړي خو دا وایی چې پر ګاوندیو هیوادونو د نړیوالې ټولنې فشار زیات دی تر څو هغوی په افغانستان کې د لاس وهنې نه لاس په سر کړي.

وردک د افغان امنیتي ځواکونو هغه هڅې ستایي چې د ناامنیو د پیښو د مخنیوي لپاره یې کوي او ادعا کوي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو باور زیات شوی او همدا علت ګڼي چې مخالف لوری یا طالبان زیاتره پر همدغو ځواکونو بریدونه کوي تر څو د خلکو باور ورباندې له منځه یوسي.

وردک وايي، ځانمرګي بریدونه هغه څه دي چې د نړۍ په هیڅ ځای کې یې مخنیوی نشي کیدای خو هغه وایي د عراق او پاکستان په پرتله افغانستان هغه هیواد دی چې زیاتره ځانمرګي بریدونه یې شنډ کړي دي.

د دفاع وزیر وایي سږ کال جګړې زیاتره د افغانستان ختیځې سیمې ته غځېدلي دي او د دښمن فعالیتونه په دغو سیمو کی زیات شوي دي.

دی وايي، نن سبا په دغو سیمو کې د بهرنیو وسله والو مخالفینو نیونه دا ښایي چی جګړه د بهرنیانو په واسطه دلته چلول کیږي ختیځ ګاوندیان، منخنی ختیخ ، شمالي ګاوندیان او هان هغه هیوادونه چې له افغانستان خورا لیرې پراته دي لکه شمالي افریقا دلته وسله وال لري چې تروریستي او ترهګر بریدونه تر سره کوي.