ایران: ایراني ساینسپوه په واشنگټن کې د پاکستان سفارت ته پناه وړې

A priest stands in front of Saint Peter's Basilica as a red curtain has been put on the central balcony, called the Loggia of the Blessings, at the Vatican, March 11, 2013.

د ایران دولتی مطبوعات وایی چی د ایران د اټومی چارو ساینس پوه په واشنگټن کی د پاکستان سفارت ته پناه وړی او غواړی ژر تر ژره خپل ملک ته راستون شي.

دغه ساینس پوه شهرام امیری نومیږی او په سعودی عربستان کی د حج د فربضی د ادا کولو په وخت تری تم شو او ایران وایی چی هغه برمته شوی و او بیا د امریکا استخباراتی اداری ته سپارل شوی ؤ.

امریکا دغه تور رد کړی دئ.

په دی اړه پاملرنه وکړۍ یوه رپوټ ته چی د قاهری نه رالیږل شوی دی.

د شهرام امیری په اړه ضدو نقیض خبری شوی دی د یوی خوا هغه خپله ویلی چی برمته شوی ؤ او د امریکا د استخباراتی اداری لخوا ورته شکنجه ورکړل شوی او د بلی خوا بیا ویل شوی چی هغه په امریکا کی تحصیل کاوه.

شهزاد امیری د ایران د اټومی انرژۍ لپاره کار کاوه چی امریکا او انډیوال ملکونه یی وایی چی ایران غواړی اټومی وسله جوړه کړی خو ایران دغه تورونه رد کړی دی.

دغه ساینس پوه د پاکستان سفرارت ته پناه وړی چی په دی سفرت کی د ایران د منافعو د ساتلو یوه څانگه فعاله ده ځکه چی ایران خپله د امریکا سره ډیپلوماتیکی اړیکی نلری.

د دی قضیی په اړه یو لړ ویډیوگانی خپری شوی چی دغه موضوع یی ډیره مغلقه کړله ، په یوه ویډیو کی چی تیره میاشت خپره شوه ، یو څوک د شهزاد امیری په نامه وایی چی د امریکا د استخباراتی اداری نه تښتیدلی او ځان یی تری پټ کړی چی مړ یی نکړی.

د دی نه وروسته د دی میاشتی په پیل کی دوی نوری ویډیو گانی خپری شوی ، په یوه ویدیو کی امیری وایی چی امریکا هغه برمته کړی او بیا یوه ورځ وروسته په یوه بله ویډیو کی وایی چی په امریکا کی یی د طبی موضوعاتو په اړه د فزیک زدکړی کولی او د اټومی وسلو په تحقیقیاتو کی هیڅ کومه ونډه نلری.

د امریکا یوی خبری شبکی رپوټ خپور کړی چی د شهزاد امیری د ویمه ویډیو له دی کبله خپره شوه چی هغه غواړی د ایران او د هغوی د اټومی پروگرام پرخلاف د امریکا سره مرسته وکړی.

د امریکا د ABC ټلویزیونی شبکی رپوټ ورکړی چی د ایران حکومت د دی ساینس پوه خپلوانو ته ملک ته د هغه د نه راتگ په صورت کی گواښ کړی دی.

امریکا په دی اړه تر اوسه پوری عکس العمل نه دی ښودلی او پاکستان ویلی چی ډیر ژر به یو خبرلیک خپور کړی.