د امریکا د واشنګټن ایالت په سپوکېن ښار او شاوخوا سیمو کې د پراخو ځنګلي اورونو له امله شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر شوی، او سیمهییز چارواکي وایي چې تر اوسه لږ تر لږه ۶۰۰ ودانۍ، چې کورونه او سوداګریزې ودانۍ هم پکې شاملې دي، سوځېدلې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپوکېن ولسوالۍ د اوروژنې عملې لخوا په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې اوروژونکي د اور د مهارولو لپاره په داسې حال کې له یوه کوره بل کور ته په بیړه ځي راځي، تجهیزات ښکته کوي، نلونه چمتو کوي او د اور لمبو د مړ کولو هڅه کوي، چې د سوځېدلو سیمو څخه لوګي پورته کېږي.
د سپوکېن د اطفائیې مشر ټام ویلیمز ویلي چې د "سپوکېن کمپلېکس" په نوم درې جلا اورونه لا هم هغو سیمو ته ګواښ پېښوي چې د تخلیې امر ورته شوی دی. د چارواکو په وینا، دغو اورونو تر اوسه څه باندې ۲،۱۸۰ هکټاره ځمکه سوځولې، خو لا هم تر کنټرول لاندې نه دي راغلي.
د واشنګټن ایالت والي باب فرګوسن د یکشنبې ورځې په خبري غونډه کې وویل چې په ډېر لنډ وخت کې ګڼو کورنیو خپل ټول شتمنۍ له لاسه ورکړي دي.
هغه وویل: "ډېرو اوسېدونکو یوازې په څو ساعتونو کې هر څه له لاسه ورکړل، او ژوند یې په اساسي ډول بدل شو."
د عیني شاهدانو ویډیوګانو ښي چې اور د استوګنې سیمو ته نږدې بل و او د لوګي سترې ستنې یې اسمان ته پورته کولې. دغه اور نږدې ۴،۰۰۰ ودانیو ته ګواښ متوجه کړی دی.
سپوکېن د واشنګټن ایالت په ختیځ کې پروت ښار دی چې شاوخوا ۲۳۰ زره اوسېدونکي لري. د اورونو د پراخېدو له امله والي باب فرګوسن په ټول ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.