د متحدو ایالتونو ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (جولای ۳۱) د مریلنډ ایالت په کمپ ډیویډ کې د خپلې کابینې د غونډې مشري وکړه.
هغه د خپلو داخلي او بهرنیو تګلارو په اړه لنډه وینا وکړه.
ولسمشر ټرمپ په بهرنۍ تګلارې کې له ایران سره جګړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ایران پوځي وړتیا یې ځپلې او د بې پیلوټه الوتکو دستګاه یې ختمه کړې ده.
هغه په دغې جګړې کې د متحدو ایالتونو په پوځي لاس ته راوړنو ټېنګار وکړ او ویې ویل: «هغوی (ایران) سمندري ځواک نه لري، هوايي ځوک نه لري، هغوی هېڅ وړتیا نه لري، ډېره لږه وړتیا لري. زه غواړم چې ویې [جګړه] ګټو. ساده خبره ده، هغوی اتومي وسله نه شي لرلای. ایران به اتومي وسله ونه لري او نه یې شي لرلای.»
د کابینې تر غونډې مخکې د ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له ولسمشر ټرمپ سره په خپل وروستي ملاقات کې د ایران د ځمکنۍ محاصرې په اړه خبرې کړې دي.
سپینې ماڼۍ د دغه راپور په اړه د امریکا غږ ته څه ونه ویل، خو دا خبره یې وکړه چې ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه ټول انتخابونه په واک کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت په یو تازه اقدام کې په چین، روسیې، هند او ایران کې په هغو شپږو بنسټونو او افرادو بندیزونه ولګول چې د ایران د رژیم او د سپاه پاسدران سره همکاري لري او ورسره مرسته کوي.
په دوی کې د ایران د «ماهان هوايي شرکت» هم شامل دی. وزارت وايي سره له دې چې دغه شرکت ځان ملکي بولي، خو د ډیرو کلونو لپاره یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د فعالیتونو په حمایت کې د پام وړ ونډه لرلې او د ایران د پوځي تجهیزاتو، سیستمونو او وسلو په انتقال کې دخېل دی.