۳۱ کلن، کول ټوماس الن، د کالیفورنیا د ټورنس اوسېدونکی چې د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د غونډې مراسمو بهر د ډزو په تور تورن دی، یو ښوونکی پاتې شوی چې هیله یې درلوده د ماشومانو دپاره بیلابیلې لوبې هم دیزاین کړي.
چارواکي وایي هغه د برید په نیت له یوه ایالت نه بل ته د اورګاډي له لارې سفر کړی و.
الن د کالیفورنیا د ګارډینا ښار په پاسیفیک لوتران لېسې کې زده کړې کړې وې او په ۲۰۱۷ کال کې یې د کالیفورنیا د ایالت د ټکنالوژۍ له انستیتیوت (Caltech) څخه د انجنیرۍ لیسانس ترلاسه کړی و.
هغه یو وخت د کاري زده کړي د تجربې د تر لاسه کولو دپاره له ناسا سره موقتي دنده تر سره کړې. وروسته یې په ۲۰۲۵ کال کې د کالیفورنیا ایالتي پوهنتون، ډومینګز هېلز څخه د کمپیوټر ساینس ماسټري هم ترلاسه کړه.
د هغه په نوم په لینکډین کې پروفایل هغه «په زده کړو کې د میخانیک برخې انجنیر او د کمپیوټر ساینس کارپوه او په تجربه کې د خپلواکو لوبو جوړوونکی، او په فطرت کې ښوونکی» بللی دی. په دغه پروفایل کې دا هم ویل شوي چې د هغه ټیم په ۲۰۱۶ کال کې د Caltech پوهنتون کې د روباټیکس سیالي ګټلې وه. هغه ویلي و چې “ساینس او ټکنالوژي” یې یوازینی تمرکز دی.
الن تر یوه وخته په ساوت پاسادینا کې د (IJK Controls) په نوم شرکت کې د انجنیر په توګه کار کړی او همدارنګه یې په Caltech پوهنتون کې د تدریسي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې. له هغې نه پس یې په وروستیو کلونو کې د (C2 Education ) په نوم د ازموینو د چمتووالي او ښوونیزو خدماتو په یوه ملي اداره کې هم د ښوونکي په توګه کار کړی.
دده د فېسبوک پوسټونه ښيي چې هغه د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې “د میاشتې د غوره ښوونکي” لقب هم ګټلی و. دغه شرکت له پلټونکو سره د همکارۍ یادونه کړې ده.
چارواکي وایي چې الن د امټراک اورګاډي له لارې له لاس انجلس څخه شیکاګو او بیا واشنګټن ته سفر کړی و، او د شنبې په ورځ یې په واشنګټن هېلټن هوټل کې، چیرې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون میلمستیا ترسره کېدله، یوه خونه نیولې وه. په امریکا کې د اورګاډي مسافر د هوايي ډګرونو په څېر د امنیتي تلاشیو څخه نه تیریږي.
چارواکو ویلي چې الن د ډزو پر مهال په څو ډوله وسلو سمبال و.
الن د برید نه لږ مخکې خپلې کورنۍ ته یو لیک پرېښی و، چې پکې یې ځان “د فدرال دوستانه قاتل” بللی او د ټرمپ د ادارې د لوړپوړو چارواکو د په نښه کولو پلانونه یې بیان کړي وو. د کورنۍ یوه غړي د دې لیک ترلاسه کولو وروسته پولیسو ته خبر ورکړی.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د (سي بي اس - ۶۰ مینیتس) پروګرام سره په مرکه کې ویلي چې الن “ښایي ډېر ناروغ و” او زیاته یې کړه چې هغه “د عیسویت ضد” یو منشور هم خپور کړی و.