د ۲۰۲۶ کال د کرسمس ونه سپینې ماڼۍ ته ورسېده

د امریکا د ولسمشر مېرمنې، مېلانیا ټرمپ، په سپینې ماڼۍ کې د ۲۰۲۶ کال د کرسمس د ونې په رسمي توګه هرکلی وکړ او په دې توګه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رخصتیو د موسم د پیل نښه کېښودل شوه.

د صنوبر دا ونه چې شاوخوا پنځه متره لوړه ده، د امریکا د ویسکانسین په ایالت کې کرل شوې او د دود له مخې د اسونو په ګاډۍ کې سپینې ماڼۍ ته راوړل شوې ده.

ټاکل شوې چې دا ونه د سپینې ماڼۍ په «بلو روم» یا آبې خونه کې کېښودل شي او د ولسمشر د مېرمنې له خوا د اعلان شوې موضوع له مخې به سینګار شي.

هر کال د سپینې ماڼۍ لپاره د کرسمس د رسمي ونې د ټاکلو په موخه ځانګړې سیالي ترسره کېږي. دغه ټاکل شوې ونه د امریکا د کرسمس د رخصتیو د دودیزو مراسمو یوه مهمه برخه ده.

د سپینې ماڼۍ د کرسمس ونه او د ماڼۍ نورې برخې هر کال په ځانګړو څراغونو، ګلانو ښکلې سینګار کېږي او د رخصتیو په موسم کې د لیدونکو پام ځان ته اړوي.