سپینې ماڼۍ د فلیپین او تایلینډ سره د امریکا د سوداګریزو تړونونو جزئیات خپاره کړل

سپینه ماڼۍ وایي چې فلیپین ته د ولسمشر ټرمپ سفر او د آسین په غونډه کې د هغه ګډون له کبله څه باندې ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې تړونونه شویدي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دې تړونونو د آسیا په سهیل ختیځ کې د امریکا اقتصادي حضور پیاوړی کړی. ددغه راپور پر اساس، بوینګ شرکت د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د فلیپین پر هوایي شرکت د ۲۰ مسافر وړونکو الوتکو د پلور تړون نهایي کړ.

متحدو ایالتونو همدارنګه له فلیپین سره هوکړه کړې چې د څه باندې دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د یوه تاریخي پور په بستې کار وکړي، څو فلیپین وکړای شي خپل مهم دفاعي او امنیتي تجهیزات او قابلیتونه له امریکایي شرکتونو واخلي.

ولسمشر ټرمپ چین ته له سفر مخکې په خپل ټروت سوشل حساب کې ولیکل چې فلیپین ته یې سفر متفاوت او نوې سوداګریزې هوکړې درلودې.

د دې راپور په یوه بله برخه کې، د امریکا او تایلینډ د سوداګریزو تړونونو یادونه شوې ده. د آسین سرمشریزې په یوې فرعي غونډې کې ډونالډ ټرمپ او د تایلند لومړي وزیر انوتین چارنویراکول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خبرو اترو د لویې برخې د بشپړولو په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې تایلنډ به له امریکا سره د تجارتي تړون تر پلي کیدو وروسته، پر امریکایي محصولاتو تعرفې تر ۹۹ سلنه کموي.

تایلنډ همدارنګه په پام کې لري چې د امریکايي هیمارس راکټي سیستمونو په اخیستلو تر ۱۲۳ میلیونو ډالرو ولګوي.