سپینه ماڼۍ: امریکا بریالۍ ده؛ د اقتصادي انزوا عملیات د ایران "مشرتابه" له کاره غورځوي

د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو مشر سټیفن چېنګ وايي چې د اقتصادي انزوا عملیات د ایران مشران له کاره غورځوي.

چېنګ د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې متحده ایالتونه د ایران پر وړاندې جګړه ګټي.

چېنګ زیاته کړه: "د هرمز تنګي له لارې تېل بهیږي. د متحدو ایالتونو د بریالۍ محاصرې له امله د ایران تېل په بشپړه توګه بند شوي دي. انفلاسیون د ایران اقتصاد فلجوي."

د سپینې ماڼۍ د چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د شنبې په ورځ وویل چې هغه به د ایران د جګړې په اړه پرېکړه وکړي.

ټرمپ دا هم وویل چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د خپلو پروګرامونو نه تقریباً لاس اخېستی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه چې ایران خپل مشران له لاسه ورکړي او دی نه پوهېږي چې له چا سره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۴مه] وویل که د هغه پر هېواد نوي بریدونه وشي، تهران "له پخوا ډېر چمتو" دی. د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وویل، تر هغه چې واشنګټن د تهران شرایط ومني، د هرمز تنګی به تړلې پاتې شي.