سپینه ماڼۍ وايي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د اوربند په اړه د پاکستان لخوا خپره شوې طرحه د "ګڼو نظرونو څخه یو نظر دی" چې ولسمشر ټرمپ یې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې د اسرائیل سره د خپلو ګډو پوځي عملیاتو د سملاسي پای ته رسولو لپاره په پام کې لري.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي په دې اړه امریکا غږ ته یو بیان استولی چې پکې راغلی د پاکستان طرحه "د کنو نظرونو څخه یو نظر دی چې ولسمشر پرې د تائید مهر ندی لګولی."
دغه چارواکي دا هم ویلي چې د حماسي غضب عملیات به دوام مومي او ټرمپ به په دې اړه د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د خپل خبري کنفرانس پر مهال نور جزئیات وړاندې کړي. دغه خبري کنفرانس د واشنګټن ډي سي په وخت تر غرمې وروسته په یوې بجې رابلل شوی دی.
تردې وړاندې، لویدیځو رسنیو د ناڅرګندو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې پاکستان متحدو ایالتونو او ایران ته د اوربند لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده.
پاکستان د خپرې شوې طرحې په اړه تراوسه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ده د شنبې په ورځ د خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټېلیفون خبرې کړې او زیاته کړې چې اسلام اباد "د تشدد د کمولو په موخه د ټولو هڅو او د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل کولو پر ارزښت" ټینګار کوي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي وو چې که ایران د هرمز تنګی چې د څو اوونیو راپدې یې خوا یې تړلی دی، خلاص نه کړي نو دی به د سه شنبې په ورځ د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو د برید امر ورکړی. د هرمز تنګی نړیوالو بازارونو ته د منځني ختیځ د انرژۍ د صادراتو یوه حیاتي لاره ده.
څلور ساعته وروسته، ټرمپ یوه بله لیکنه خپره کړه او د ایران لخوا اقدام کولو ته یې د واشنګتن ډي سي په وخت د سه شنبې د ماښام د اته بجو څرګند ضرب الاجل وټاکه.
همدارنګه، ټرمپ د ایران د رژیم نه غوښتي چې په چټکۍ د خپلو اټومي فعالیتونو او نورو ورانکارو اعمالو د درولو لپاره یوې هوکړې ته غاړه کېږدي کنه نو د متحدو ایالتونو او اسرائیل له جهنمي بریدونو سره به مخامخ شي.