سپینې ماڼۍ د امریکا غږ ځانګړې پوښتنې ته په ځواب کې ټینګار کړی چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي لپاره ټول اختیارات په واک کې لري.
سپینې ماڼۍ دا تبصره وروسته تر هغه وکړله چې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې متحده ایالات د کانګرس د منځنۍ دورې له انتخاباتو وروسته د ایران رژیم په خلاف د بریدونو نوی پړاو پیلوي.
امریکا کې د کانګرس د منځنۍ دورې انتخابات د راتلونکې نومبر میاشتې په دریمې نیټې کیږي.
د سپینې ماڼۍ یوه مقام د امریکا غږ د خبریال پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، " مونږ د حساسو نظامي پروګرامونونو په هکله چې امکان لري، وي یا نه، تبصره نکوو".
د سپینې ماڼۍ دې مقام زیاته کړه، " جمهور رئیس ټرمپ ټول اختیارات په واک کې لري تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د ایران رژیم هیڅکله ونشي کړی اتومي وسلې تر لاسه کړي".
دا مطلب هم ولولئ
ټرمپ: د ایران په وړاندې بریا ژر ترلاسه کیږيدا موضوع داسې مهال راپورته کیږي چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالاتو د لنډو خو شدیدو نظامي عملیاتو پیل کیدو د احتمال په هکله راپورونه خپاره شویدي.
د امریکا خبریال همدارنګه له سپینې ماڼۍ څخه د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې او په نورو مطبوعاتو کې د خپرو شویو راپورونو په هکله پوښتنه وکړه چې پکې ویل شوي سپینې ماڼۍ د فارس خلیج په سیمې کې خپلو متحدینو ته تر انتخاباتو وروسته د بریدونو لپاره د چمتوالي خبرداری ورکړی او د "کولنګ غره" په نامه د ځمکې لاندې تاسیساتو پر ضد د احتمالي بریدونو یادونه هم پکې شوې.
سپینې ماڼۍ دا ټول راپورنه نه رد او نه هم تائید کړل او د احتمالي نظامي عملیاتو د نیټې او جزیاتو په هکله یې له تبصرې کولو ډډه وکړله.