سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ د چین او روسیې له ولسمشرانو سره ګوري

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ اسیا ته سفر کوي څو د امریکا له سیمه ایزو متحدینو سره اړیکې پیاوړې کړي او د چین او روسیې له ولسمشرانو سره د سوداګرۍ او امنیتي ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې اولیویا ویلز ویلي چې ښاغلی ټرمپ به د سې شنبې په ورځ (نومبر ۱۶) د فلیپین پلازمېنې مانیلا ته د دوه ورځني سفر په موخه ولاړ شي. د هغې په وینا، د دې سفر هدف په «ازاد او پرانیستي هند-ارام سمندر» سیمه کې د امریکا د رهبرۍ لا ټینګښت دی.

هغې وویل چې ټرمپ به لومړی د «کواډ ډلې» په سرمشریزه کې ګډون وکړي. په دې ډله کې امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا برخه لري. او دا به د دې هېوادونو له مشرانو سره د ټرمپ لومړنۍ سرمشریزه وي.

ویلز زیاته کړه چې د کواډ تر غونډې وروسته به ټرمپ له تایلنډ سره یو سوداګریز تړون لاسلیک کړي او وروسته به د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسیان) په ځانګړې سرمشریزه کې برخه واخلي.

اسیان د ۱۱ هېودونو سیمه ایز سازمان دی چې سږ کال یې دوره یي مشري د فلیپین پر غاړه ده.

د سپینې ماڼۍ د معلومات په اساس، ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د مانیلا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د فلیپین له ولسمشر فرډینانډ آر. مارکس جونیر سره دوه اړخیزې خبرې وکړي. له هغې وروسته به د چین جنوبي ښار شېنژېن ته ولاړ شي څو د اسیا - ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ (اپیک) د مشرانو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي چې سږ کال یې چین کوربه توب کوي.

ویلز وویل، ټرمپ به د پنجشنبې ورځې پروګرام د اپیک په څو اړخیزه غونډه پیل کړي، وروسته به د کاري غرمې ډوډۍ پر مهال د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د روان کال درېیمه دوه اړخیزه لیدنه ترسره کړي او ورپسې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ سره په درې اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي. دا به د ولسمشر په توګه د ټرمپ لومړۍ درې اړخیزه سرمشریزه وي.

ټرمپ د روان کال د مې په میاشت کې بیجینګ ته سفر کړی و او له شي جین پینګ سره یې لیدلي وو. وروسته یې د سپټمبر په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د شي کوربه توب وکړ. د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلې، ټرمپ ددغو خبرو اترو له لارې له چین څخه د سوداګرۍ داسې ژمنې ترلاسه کړي چې په امریکا کې د کارموندنې زیاتوالي او د امریکايي توکو لپاره د نویو بازارونو د پرانیستلو لامل شي، او همدارنګه د امریکا او چین د سوداګرۍ او پانګونې ګډ کمیسیونونه فعال کړي.

ویلز د نورو جزئیاتو ورکولو پرته، زیاته کړه: «د دواړو مشرانو ترمنځ ډېر څه ترلاسه شوي او لا به هم ترلاسه شي.»

د شي جینپینګ او ولادیمیر پوتین سره د درې اړخیزې غونډې د اجنډا په اړه ویلز وویل چې ټرمپ څرګنده کړې ده چې «د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په نړۍ کې د اټومي وسلو د کمولو په اړه بحث وکړي، ځکه نوموړی باور لري چې د دغو وسلو پراخېدل ډېر خطرناک دي.»