په داسې حال کې چې د ایران د رژیم پر ضد د امریکا او اسرائیل ګډ عملیات ۱۹مې ورځې ته رسېدلي دي، سپینې ماڼۍ د اسرائیل لهخوا د ایراني ترهګر رژیم د اطلاعاتو [استخباراتو] د وزیر د له منځه وړلو هرکلی کړی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۸) فاکس نیوز ته په خبرو کې، د اسماعیل خطیب په اړه وویل: "دا سړی نور زموږ سره په دې نړۍ کې نشته، او دا د امریکا لپاره ښه خبره ده، او د امریکا د خلکو لپاره هم ښه ده چې له ډېر وخت راهیسې د دې سرکښه ترهګر رژیم له ګواښ سره مخ وو."
د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کتز، د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې د خطیب د له منځه وړلو اعلان وکړ او ویې ویل چې اسرائیلي ځواکونو تېره شپه برید کړی او هغه یې وژلی دی. هغه د برید ځای نه دی څرګند کړی.
خطیب د اسرائیل له هغو هوايي بریدونو وروسته وژل شوی، چې د رژیم عملي مشر علي لاریجاني، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، او د بسیج نیمه پوځي ځواکونو قومندان غلام رضا سلیماني د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې په کې ووژل شول.
کتز وویل چې هغه او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو "د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) ته اجازه ورکړې چې هر لوړپوړی ایراني چارواکی، چې له استخباراتي او عملیاتي لحاظه موقعیت یې معلوم شي، د اضافي اجازې له غوښتلو پرته له منځه یوسي. موږ به ټول تعقیب او په نښه کړو."
د اسرائیل دفاعي ځواکونو د ټولنیزو رسنیو په یوه پست کې لیکلي چې خطیب "د ایران په وروستیو اعتراضونو کې مهم رول" درلود، چې پکې د معترضینو نیول او وژل هم شامل وو. همدارنګه ویل شوي چې هغه د نړۍ په کچه پر اسرائیلیانو او امریکایانو د ترهګریزو بریدونو مشري کوله.
د چهارشنبې په ورځ په ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ایران "د ټولو له نظره د ترهګرۍ لومړی دولتي ملاتړی بلل کېږي. موږ په چټکۍ سره هغوی له منځه وړو."
له فاکس نیوز خبري شبکې سره د خپلې مرکې پر مهال، لیویټ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له لوري د " حماسي غضب" عملیاتو د پرمختګ په اړه تازه معلومات هم ورکړل.
لیویټ وویل چې د عملیاتو له پیل راهیسې د امریکا پوځ له ۷۸۰۰ څخه زیات د ایراني رژیم هدفونه ویشتلي دي.
هغې زیاته کړه: «له ۱۲۰ څخه زیاتې ایراني سمندري بېړۍ د سمندر تل ته تللې او زموږ د ځواکمن پوځ لهخوا ډوبې شوې دي."