پر اوکراین د روسیې برید  کې د روغتیا نړیوال سازمان ګودام زیانمن شوی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د روسیې له خوا د شپې په هوايي برید کې د اوکراین د پلازمېنې کییف په سیمه کې د دغه سازمان د بشري مرستو یو مهم ګودام په نښه شوی دی.

د ډبلیو ایچ او ویاند کریستیان لندمایر د جمعې په ورځ د سپټمبر ۴مه وویل، د امنیتي اندېښنو او د سخت لوګي له امله د پېښې سیمې ته لاسرسی محدود دی او د ګودام د زیانونو او د طبي توکو د احتمالي ضایعاتو ارزونه روانه ده. هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان هېڅ کارکوونکی نه دی ژوبل شوی.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د کییف پر ښار او شاوخوا سیمو د روسیې بریدونه نهمې ورځې ته غځېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګست په میاشت کې په دنیپرو کې د دغه سازمان پر یوه بشري ګودام برید وشو چې نږدې نیمایي طبي وسایل او تجهیزات یې له منځه یووړل. دغه توکي د شاوخوا ۲۲۵ زره کسانو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي وو چې د جګړې په لومړۍ کرښې او په هغو سیمو کې ژوند کوي چې لاس رسی ورته ګران دی.

د دې سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو پر ګودامونو لږ تر لږه ۲۰ بریدونه شوي چې ۱۵ یې د روغتیا اړوند بشري مرستو پر زېرمو باندې وو